د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۸ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


د پاکستان پوځ سرتېري په شمالي وزیرستان کې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې پهره کوي - پخوانی انځور.
د پاکستان پوځ سرتېري په شمالي وزیرستان کې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې پهره کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان د نښتې پر مهال د اتو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اپرېل پر شپږمه په بیان کې ویلي چې یوشمېر مشکوکو وسلوالو د اپرېل پینځمې او شپږمې ترمینځ شپې مهال د ډېورنډ کرښې له هغې خوا څخه د شمالي وزیرستان حسن خېلو ته د داخلېدو هڅه کوله چې امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله او ورسره یې نښته وشوه.

بیان وايي، په نښته کې اته مشکوک وسلوال ووژل او څلور ژوبل شول.

ای اېس پي ار په خپل بیان کې هغه کسان "خوارج" بللي. پوځ دا اصطلاح اکثر تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول.

ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې هم د پوځ د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.

د پاکستان پوځ وخت په وخت په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

تر دې مخکې د مارچ پر ۲۸مه د خيبر پښتونخوا په لکي مروتو کې د "استخباراتي معلوماتو پر اساس" د عملیاتو پر مهال نښته شوې وه چې پکې د چارواکو په وینا، اووه کمانډو پوځیان او شپږ مشکوک وسلوال وژل شوي ول.

داراز، پوځ د مارچ پر ۲۶مه او ۲۷مه په شمالي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې په څلورو بېلابېلو عملیاتو او نښتو کې د ۱۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د ټي ټي پي په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.

رپورټ وايي، په مارچ کې په پاکستان کې ټول ۱۰۵ حملې او په غبرګون کې یې نښتې وشوې چې پکې د ۷۳ امنیتي سرتېرو او ۸۸ مشکوکو وسلوالو په ګډون ۲۲۸ تنه ووژل شول. د رپورټ په وینا، د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتې پېښې په خیبر پښتونخوا، قبایلي ضلعو او بلوچستان کې وشوې.

د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.

رپورټ کاږي چې سږنی مارچ په تېره لسیزه کې د سرتېرو د مرګژوبلې له پلوه دویمه تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته ویلي ول چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG