یو پرلتوال او د عوامي نیشنل ګوند سیمه ییز مشر ملک نثار علي د اپرېل پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې د حکومت او پوځ پر ډاډ او ژمنو سربېره احتجاج ته اړ دي چې چارواکو ته "خپل فریاد" ورسوي او د "وژل شویو" کورنیو "لپاره انصاف وغواړي."
د خیبر ضلعې چارواکي وايي د اپرېل له پیل راهیسې څه باندې ۸،۰۰۰ افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکي د تورخم له لارې هېواد ته لېږدول شوي دي. د بیارغونې او بحالۍ چارواکي ارشاد علي مومند د اپرېل پر اتمه مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې له لېږدول شویو افغانانو څخه یې زیاتره له پنجابه ایستل شوي دي.
د جنوبي وزيرستان ځينو اوسېدونکو د اپريل پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې هلته موجود ماينونه د دوی د مرګژوبلې لامل ګرځي، خو د هغوی په وينا، ځايي انتظامیه یې د پاکوالي څه بندوبست نه کوي او دغه پېښې دوام لري.
په خیبر پښتونخوا کې د جماعت اسلامي نایب امیر پروفیسر محمد ابراهیم خان د جرګې په پای کې د تېر کال د پاڅون غوښتنې تکرار کړې او زیاته یې کړه چې موخه یې پر حکومت فشار اچول دي چې ورسره کړې ژمنې پوره کړي.
ای اېس پي ار په خپل بیان کې هغه کسان "خوارج" بللي. پوځ دا اصطلاح اکثر تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول.
د لنډي کوتل د پولیسو یو افسر سعید خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې له ځايي ولسي مشرانو سره یو ځای د افغانانو کورونو ته ورغلل او ورته یې وویل چې په خپله خوښه دې ولاړ شي.
د اتمانزیو جرګې ویاند مولانا بیت الله د اپرېل پر پینځمه پرلتوالو ته په وینا کې وویل، تر هغو چې پوځ ورته د امنیت او د وسلوالو پرضد په عملیاتو کې د ولسي وګړو خوندیتوب ډاډ نه وي ورکړی، ناستې ته دوام ورکوي.
ګنډه پور خبري غونډې ته وويل "په دغسې شرایطو کې چې هلته [افغانستان کې] هغوی [کډوالو] ته بندوبست نه وي، حکومت یې خپل نه کړای شي، هلته د هغوی د اوسېدو او د ژوند لپاره څه ترتیب نه وي، نو په دا ډول د خلکو ایستل نه زموږ تګلاره ده، نه زموږ روایات دي او نه داسې کار ته اجازه ورکوو."
نور وښیئ