د اتمانزيو جرګې ویاند مولانا بیت الله ادعا کړې چې حکومت پر ژمنې سربېره د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی دی نو ځکه يې د اکتوبر له دويمې د ښوونځيو، کالجونو، د نفوسو د احوال ثبتولو، شناختي کارډونو او پاسپورټ جوړولو ادارې (نادرا) ترڅنګ د ټولو سرکاري او غیر سرکاري دفترونو تړلو اعلان کړی دی.