د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار امجد علي د اسمبلۍ له مرستیالې سپیکرې غوښتنه وکړه چې د پېښې د پلټنو لپاره دې پارلېماني کمېټۍ جوړه کړې.
د شمالي وزیرستان د میرلي تاڼې یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم له ښوولو ډډه وکړه، مشال راډیو ته وویل چې د اکتوبر پر ۲۳مه غرمه مهال پر موټرسایکل سپرو وسلوالو په میرلي بازار کې یو ځايي وګړی وویشت.
پرلت له هغې وروسته پیل شوی چې د اکتوبر پر ۲۱ په بنو کې د سوداګرو ټولنې د "امن پاڅون" په نوم لاریون وکړ چې پکې په زرګونو کسانو برخه واخیسته. د بنو د سوداګرو اتحادیې جنرل سیکرتر غلام کباز خان مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې د ناامنۍ ضد یې هغه پرلت وواهه.
د پېښور په حیات اباد مېډيکل کمپلېکس کې له ژوبلو ماشومانو سره مل کسانو مشال راډیو ته ويلي چې د اکتوبر پر ۲۱مه په پير مېله سيمه کې لومړی د پاکستان پوځ د لویو ډرون کېمرو پروازونه وکړل
په دې لړ کې د اکتوبر پر ۲۰مه له سهاره تر ماښام پورې په مختلفو وختونو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د مرکزونو پېښور او کوټې په ګډون په ګڼو وړو او لویو ښارونو او سیمو کې احتجاجې لاریونونه او غونډې وشوې.
د ضرب عضب عملیاتو پر مهال ۶۰۰۰ پورې دوکانونه ړنګ کړل شوي ول، حکومت له دې شمېرې څخه تر ۳۰۰۰ پورې دوکاندارانو ته وار له مخې معاوضې ورکړې دي خو د میرامشا د ړنګ بازار ۳۰۰۰ دوکانداران لا هم معاوضو ته سترګې پر لاره دي.
د جنوبي وزیرستان د وکیلانو د اتحادیې مشر ایډوکېټ شیرپاو مسید د اکتوبر پر ۱۸مه مشال راډيو ته وویل، د هغوی غوښتنه وه چې دا عدالتونه دې جنوبي وزیرستان ته ولېږدول شي خو حکومت دا عدالتونه ډېره اسماعیل خان ته ولېږدول
په پاړه چینار کې دیني عالم مولانا نور حسین نجفي د اکتوبر پر ۱۸مه یوې غونډې ته د خپل خطاب پر وخت وویل، په سیمه کې د مقبلو پر قافلې تر برید وروسته لارې تړل کېدو سره د هغوی د ساتنې لپاره د حکومت پالیسي ته حیران دی.
نوموړي د اکتوبر پر ۱۷مه، د ګوند د جوړېدو ۱۲مې کلیزې په مناسبت په پېښور کې غونډې ته وویل چې د سوداګریزو محدودیتونو له وجې د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته د پرتو پښتنو کاروبارونه او ژوند اغېزمنېږي.
د وکیلانو ټولنې مرستیال صادق علي مومند مشال راډیو ته وویل چې د ناامنۍ له وجې وکیلان، قاضیان او د عدالتونو کارکوونکي له ګواښونو سره مخامخ دي.
نور وښیئ