د ضرب عضب عملیاتو پر مهال ۶۰۰۰ پورې دوکانونه ړنګ کړل شوي ول، حکومت له دې شمېرې څخه تر ۳۰۰۰ پورې دوکاندارانو ته وار له مخې معاوضې ورکړې دي خو د میرامشا د ړنګ بازار ۳۰۰۰ دوکانداران لا هم معاوضو ته سترګې پر لاره دي.
د جنوبي وزیرستان د وکیلانو د اتحادیې مشر ایډوکېټ شیرپاو مسید د اکتوبر پر ۱۸مه مشال راډيو ته وویل، د هغوی غوښتنه وه چې دا عدالتونه دې جنوبي وزیرستان ته ولېږدول شي خو حکومت دا عدالتونه ډېره اسماعیل خان ته ولېږدول
په پاړه چینار کې دیني عالم مولانا نور حسین نجفي د اکتوبر پر ۱۸مه یوې غونډې ته د خپل خطاب پر وخت وویل، په سیمه کې د مقبلو پر قافلې تر برید وروسته لارې تړل کېدو سره د هغوی د ساتنې لپاره د حکومت پالیسي ته حیران دی.
نوموړي د اکتوبر پر ۱۷مه، د ګوند د جوړېدو ۱۲مې کلیزې په مناسبت په پېښور کې غونډې ته وویل چې د سوداګریزو محدودیتونو له وجې د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته د پرتو پښتنو کاروبارونه او ژوند اغېزمنېږي.
د وکیلانو ټولنې مرستیال صادق علي مومند مشال راډیو ته وویل چې د ناامنۍ له وجې وکیلان، قاضیان او د عدالتونو کارکوونکي له ګواښونو سره مخامخ دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې نښته د اکتوبر پر ۱۷مه مازیګر پیل شوه چې تر شپې ناوخته پورې روانه وه. تر اوسه د نښتې لامل معلوم نه دی خو دواړه لوري یې یو بل په پیلولو تورنوي. د کورمې انتظامیې لا د پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
په قامي اسمبلۍ کې د خیبر استازي او د مذاکراتي ډلې غړي اقبال اپرېدي د اکتوبر پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې له علي امين ګنډه پور سره یې په ملاقات کې د راجګل د کډوالو خپلو کورونو ته د ستنولو فیصله وشوه.
د صوبې د کروندې وزیر میجر ر محمد سجاد وایي، حکومت سره د پیسو او وسایلو کمی خو د امریکا نړیوالې پرمختیایي ادار(یو اېس ای ډي) او نورو مرستندونه ادارو په مرسته د ستونزې د مخنیوي هڅه کوي.
په هغه جرګه کې زرګونو پښتنو ګډون وکړ، چې د سيمې شاعران، ليکوالان، فرهنګيان او هنرمندان هم پکې ول. له هغو څخه يو پېژندل شوی سندرغاړی شوکت سواتی هم وو.
تر هغې وړاندې د اکتوبر پر ۱۴مه ناوخته د بنو پولیسو مشال راډیو ته وویل چې د پولیسو په مرکز د وسله والو برید پای ته رسېدلی دی چې پکې څلور سرتېري او پینځه وسله وال وژل شوي دي.
نور وښیئ