پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
روسیې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو په تدریجي ډول له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي. مسکو سږ کال په اپرېل کې طالبان د ترهګرو له نوملړه وایستل.
د اسماعیل جنازه د جولای پر دویمه ماخوستن مهال په بریکوټ کې وشوه چې ورته د سوات ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) سلیم جان، د پولیسو مشر او نور سرکاري چارواکي او ځايي وګړي ورغلي ول.
د وفاقي حکومت د اطلاعاتو دفتر د اپرېل پر ۳۰مه تر نیمې شپې وروسته د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر عطا الله تارړ له خولې په بیان کې ویلي دي چې پاکستان به په "هر صورت کې د خپلې خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع" کوي.
متقي له پرکاشه وغوښتل چې نوی دلی دې د افغانستان او هند ترمینځ د خلکو د "تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې" برابرې کړي او د "سوداګرو په شمول دې ناروغانو او محصلینو ته د ویزو ورکړه عادي حالت" ته وګرځوي.
د نوي دلي تر واک لاندې په کشمیر کې تر خونړي برید وروسته د اټومي وسلو لرونکو ګاونډیو هېوادونو ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.
په تېرو اونیو کې ګڼو افغانانو مشال راډیو ته ویلي دي چې له پاکستانه د ایستل کېدو پر مهال په لاره کې له بېلابېلو مشکلاتو او کړاوونو سره مخامخېږي. له پنجاب او سینده ایستل شوي افغانان داراز د چارواکو د ناسمې رویې شکایت هم کوي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت سېکرټر وېکرم مېشري وویل، "تر هغو چې پاکستان په باوري ډول او په کلکه له پولې ها خوا د ترهګرۍ له ملاتړه لاس نه وي اخیستای، د ۱۹۶۰ز کال د اباسین د اوبو موافقه به سر له اوسه ځنډېدلې وي."
په داسې حال کې چې د اپرېل پر ۲۳مه د وژل شویو مړي په امبولانسونو کې د سیمې مرکزي ښار سرينګر ته لېږدول شوي دي، امنیتي سرتېرو په هېلېکاپټرو کې د هېمالیا غره په لمن کې د پرتې سیمې په ځنګلونو کې د مشکوکو وسلوالو لټون ته دوام ورکړی دی.
د کیتلېک مسیحیانو ستر دیني مشر او لارښود خورهې ماریو بېرګولیو، چې ځان ته یې د فرانسېس نوم غوره کړی وو، له اوږدې مودې راهیسې د برېښ (نمونیا) په رنځ اخته وو او په تېرو څو میاشتو کې تر اوږدې مودې په روغتون کې بستر وو.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۱مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د هغوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اپرېل پر ۲۰مه له خپل پاکستاني سیال او د هغه هېواد د وزیراعظم له مرستیال محمد اسحاق ډار سره ټېلېفوني خبري وکړې.
حکومت د اپرېل پر څلورمه د ۲۰۱۷ز کال د کانونو او معدنیاتو په قانون کې د بدلون مسوده صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کړه.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر هم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) له اصولو سره سم د افغان کډوالو "د خوندي" او "باعزته" ستنولو غوښتنه وکړه او په دې اړه یې له پاکستان سره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د پاکستان وزیراعظم ځانګړی استازی محمد صادق خان په مشرۍ یو پلاوی د همغږۍ ګډې کمېټۍ په اوومه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته تللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نوموړي له اسلام اباده د "وضعیت د تغیر غوښتنه" وکړه. بیان زیاتوي چې نظاماني متقي ته ډاډ ورکړی چې دا موضوع به د پاکستان له حکومت سره شریکه کړي.
د پاکستان دولتي راډیو وايي، د وزیراعظم دفتر د اپرېل پر ۱۳مه په بیان کې ویلي: "د ایران حکومت باید سمدستي" په وژنو کې "ککړ کسان ونیسي، هغوی ته سخته سزاورکول باوري کړي او د دې ظالمانه کار تر شا وجوهات په ډاګه کړي."
ټرمپ وویل، دا د "ازادۍ ورځ ده" چې "تل به د امریکا په تاریخ کې د صنعت د بیازېږېدو ورځې په توګه یادېږي، هغه ورځ چې د امریکا مقدر مو بیا واخیست او هغه ورځ چې د امریکا بیا شتمنول مو پیل کړل."
د هند جمنا (یمونا هم بلل کېږي) سیند د هغه هېواد له تر ټولو سپېڅلو رودونو یو دی چې له نوي دلي تېرېږي. له ښار سره نېږدې د هغه سیند مختلفې برخې خورا ناولې دي او د بد بوی له وجې څوک نېږدې نه ورځي. خو په تېرو کلونو کې د فعالانو یوې ډلې یې پاکولو ته ملا وتړله. نور د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
اردو نیوز پر خپله ووبپاڼه د مراد د خواښې عابدې نواز ویډیويي بیان خپور کړی دی چې پکې نوموړې وايي چې د مارچ پر ۲۶مه شپې شاوخوا دوه بجې "پټ مخي" کسان یې کور ته ورغلل، ور یې وټکاوه او زوم ته یې ځانونه د "پولیسو" په توګه وروپېژندل.
زلمی خلیلزاد د مارچ پر ۲۰مه د یرغملیانو په چارو کې د امریکايي ولسمشر د ځانګړي استازي ایډم بویلر په ګډون له یو پلاوي سره یوځای په نااعلان شوي سفر کابل ته ورغی او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.
هغه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د مارچ پر شپږمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ګڼې کورنۍ د ننګرهار ولایت لالپورې ولسوالۍ او نورو ځایونو ته کډه شوې دي.
نور وښیئ