د طالبانو حکومت وايي چې پاکستان ورسره د افغان کډوالو د ستونزو هواري او د هغوی د "شکایتونو اورېدو" لپاره د "جدي اقداماتو" کولو ژمنه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۲۱مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د هغوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اپرېل پر ۲۰مه له خپل پاکستاني سیال او د هغه هېواد د وزیراعظم له مرستیال محمد اسحاق ډار سره ټېلېفوني خبري وکړې.
بیان وايي، ډار متقي ته خبر ورکړ چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د افغان کډوالو د ستونزو د حل کولو لپاره "کنټرول خونه" ایجادوي او د هغوی د شکایتونو اورېدو لپاره ځانګړې ټېلېفوني شمېرې هم فعالوي.
اسحاق ډار د اپرېل پر ۱۹مه په یو ورځني سفر کابل ته تللی وو او هلته یې د متقي تر څنګ د طالبانو د حکومت له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره ولیدل.
متقي د اپرېل پر ۱۹مه په کابل کې له ډار سره د پلاويو پر کچ د ليدنې پر مهال په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت او جبري اخراج "ژوره اندېښنه او خواشیني" څرګنده کړه.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وروسته وویل چې ډار نوموړي ته باور ورکړ چې له افغان کډوالو سره به "ناوړه" چلند نه کېږي او د پاکستان امنيتي ادارې به یې د جايدادونو او پانګو په برخه کې د هر ډول "خپلسرۍ" عمل مخه نيسي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانان وايي، له پاکستانه د ایستل کېدو پر مهال په لاره کې له بېلابېلو مشکلاتو او کړاوونو سره مخامخېږي. له پنجاب او سینده ایستل شویو افغانان داراز د چارواکو د ناسمې رویې شکایت هم کوي.
خو د پاکستان چارواکو تر دې وړاندې هم له افغانانو سره د ناسم چلند تورونه رد کړي ول او ويلي يې ول چې ټول کډوال په "پوره درناوي" ستنوي.
د پاکستان حکومت وايي، د افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د ملي امنیت په ګټه بولي.
تېره اونۍ د ډار کابل ته تر سفر مخکې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان په یو ورځني سفر افغانستان ته ولاړ او د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ چارو د سرپرست وزیر نور الدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوي د پاکستان د درې ورځني سفر پر مهال له بېلابېلو پاکستانیو چارواکو سره ولیدل.
د پاکستان او د طالبانو د حکومتي چارواکو دا سفرونه او ملاقاتونه پر داسې مهال کېږي چې اسلام اباد د اپرېل له پیل راهیسې تر ۸۵،۰۰۰ زیات بې اسناده او افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکي افغانان هېواد ته لېږدولي دي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ورستنو شویو وګړو شمېر شاوخوا ۷۱،۰۰۰ ښيي.
مشال راډیو په خپلواکه توګه د پاکستان او د طالبانو د حکومتونو ورکړي ارقام نه شي تاییدولای.
په پاکستان کې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو ته په خپله خوښه د هېواد د پرېښودو ضرب الاجل (مهلت) د مارچ پر ۳۱مه پای ته ورسېد. چارواکو تر دې وروسته د اپرېل پر درېیمه هېواد ته د بې اسناده او افغان تابعیت کارډ لرونکو د لېږدولو دویم پړاو پیل کړ.
د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري.
هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.
بلخوا هلته څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونه هم لري.
اسلام اباد وايي چې د مهاجرت کارډ لرونکي افغان کډوال د ۲۰۲۵ز کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني جواز لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې، د مهاجرت نړیوال سازمان، د بشري حقونو کمېشن او د بخښنې نړيوال سازمان په ګډون د حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو مشرانو په تېرو میاشتو کې څو ځلې د افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې او له حکومته یې غوښتي دي چې افغانان دې په زور نه ستنوي.
پاکستان د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.
د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهالي حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شو.