پولیس او روغتیايي چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا د نوښار د اکوړي د حقانیه مدرسې په جومات کې چاودنه شوې ده چې پکې د جمعیت علمای اسلام (س) مشر او د مدرسې نایب مهتمم مولانا حامد الحق حقاني په ګډون اووه تنه وژل شوي او یوشمېر نور ژوبل دي.
د پاکستان رسنۍ د چارواکو په حواله وايي چې چاودنه د فبرورۍ پر ۲۸مه د جمعې تر لمانځه وروسته شوې ده.
د رېسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي مشال راډیو ته وویل چې د پېښې له ځایه یې لږ تر لږه ۲۰ ژوبل کسان روغتون ته ولېږدول.
د نوښار قاضي حسین احمد روغتون په پېښه کې د وژل شویو او ژوبلو لېسټ خپور کړی دی چې له مشال راډیو سره یې هم شریک کړی دی.
د هغه نوملړ له مخې روغتون ته ټول ۲۱ تنه ورلېږدول شوي ول چې ورڅخه یې دوه په لاره کې او څلور په روغتون کې مړه شول.
روغتون وايي چې له ۱۵ ژوبلو څخه یې نهه تر درملنې وروسته فارغ کړي او نور بستر دي.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید جیو نیوز ټېلېوېژن او نورو رسنیو ته وویل چې له "لومړنیو پلټنو ښکاري" چې دا یو "ځانمرګی برید" وو خو پولیسو د پېښې په ځای کې پلټنې پیل کړې دي.
نوموړي جیو نیوز، اې ار وای نیوز او دنیا نیوز ټېلېوېژنونو ته ویلي دي چې داسې ښکاري چې د بریدګر هدف حقاني وو.
د جمعیت علمای اسلام سمیع الحق ډله د حقانیه مدرسه چلوي.
د خیبر پښتونخوا لوړپوړي بیوروکراټ (چیف سېکرټري) شهاب علي شاه جیو نیوز ټېلېوژن ته د حامد الحق حقاني وژنه تایید کړه.
تر دې مخکې د پولیسو مشر ذوالفقار حمید رسنیو ته ویلي ول چې د حقاني روغتیايي وضعیت جدي دی.
حقانیه مدرسې هم تر پېښې څو ساعته وروسته په بیان کې د حقاني وژنه تایید کړې او له چارواکو څخه یې په برید کې د ککړو کسانو د معلومولو او سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.
مدرسې په بیان کې ویلي دي چې حامد الحق حقاني ماسپښین شاوخوا دوه بجې د جمعې تر لمانځه وروسته روان وو چې د جومات په وره کې زوروره چاودنه وشوه.
بیان وايي، هغه جومات د حقاني کور ته مخامخ دی او پکې د جمعې لمانځه ته "سلګونه" کسان ورځي.
حقانیه مدرسه وايي، په پېښه کې د حقاني په ګډون پینځه تنه وژل شوي دي.
بیان وايي چې اوسمهال په مدرسه کې کلنۍ رخصتۍ دي نو ځکه پکې کم شمېر زده کوونکي موجود دي.
حقانیه مدرسه زیاتوي چې د حقاني د جنازې لمونځ د مارچ پر لومړۍ نېټه په اکوړې خټک کې کېږي او هم هلته به په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید دنیا نیوز او جیو نیوز ټېلېوېژنونو ته ویلي دي چې عموماً د حامد الحق او د حقانیه مدرسې د امنیت لپاره له ۲۰ زیات پولیس سرتېري ځای پر ځای وي او د جمعې لمانځه پر مهال نور پولیس هم موجود وي.
د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه ډان وايي چې د مرستندویه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) کارکوونکي د پېښې ځای ته ورسېدې.
رسنۍ زیاتوي چې چارواکو د نوښار په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان کړ.
د پېښور د لېډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم مشال راډیو ته وویل چې هلته هم بیړنی حالت نافذ شو او ټول ډاکتران او روغتیايي کارکوونکي حاضر ول.
د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استولي بیان کې د حامد الحق حقاني پر وژنه د خپګان څرګندونه کړې ده.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او وزیراعظم میا شهباز شریف چاودنه غندلې ده او دا یې یو "ترهګر" برید بللی دی.
د ولسمشر دفتر په بیان کې ویلي دي چې پر "لمونځ کوونکو برید د کرکې وړ" عمل دی.
د وزیراعظم دفتر په بیان کې د نورو ژوبلو شویو کسانو د ژر رغېدو دوعا کړې ده او زیاتوي چې شریف اړوندو چارواکو ته امر کړی دی چې ژوبلو ته ټولې طبي اسانتیاوې ورکړي.
د نوښار مولوي عبدالحق په ۱۹۴۷ز کال کې د پاکستان تر جوړېدو څه باندې یوه میاشت وروسته د حقانیه مدرسې بنسټ کښېښود.
تر نوموړي وروسته د هغه زوی مولانا سمیع الحق د مدرسې مشر شو. سمیع الحق د جمیعت علمای اسلام مشر هم وو چې په ۲۰۱۸ز کال کې په اسلام اباد کې ووژل شو.
دارالعلوم حقانیه د پاکستان له لویو مدرسو یوه ګڼل کېږي چې پکې پر افغانستان د واکمنو طالبانو یوشمېر چارواکو هم زده کړې کړې دي.