پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
په یوشمېر اروپايي هېوادونو کې اوس هم میندې او پلرونه د ځینو معذوریو له وجې خپل بچي شنډېدو ته اړ باسي چې بیا ټول عمر ماشومان نه شي پیدا کولای. په هسپانیا کې یوه فعاله، چې مور و پلار همدې کار ته مجبوره کړې وه، دا عمل جنسیتي تاوتریخوالی بولي.
د پاکستان دولتي راډیو وايي چې د بلوچستان د مرکز کوټې، نوشکي، ډېره بګټي، خضدار او کوهلو په ګډون په یوشمېر برخو کې سخت بارانونه شوي دي او په کوټه کې یې له وجې سېلاب راغلی دی. د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، کواټ، مومندو او ملاکنډ ډېوېژن او د پنجاب په جنوبي برخو کې سخت ورښتونه شوي دي.
د برید پر مهال د بیت المقدس په اسمان کې لویې چاودنې وشوې او د رڼا څراغونه لیدل کېدل. امریکايي ولسمشر جو بایډن هوډ ښوولی دی چې د منځني ختیځ پر وضعیت د بحث او حملې ته په همغږۍ د ځواب ورکولو لپاره د متحدینو غونډه ورغواړي.
روسي چارواکي وايي چې په داغستان کې یې د ترهګرۍ په تړاو درې مشکوک کسان نیولي دي. دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۳۰مه د ګڼو هېوادونو سفیرانو له مسکو سره نېږدې پر یو تالار په خونړي برید کې د وژل شویو په یاد کې ګلان کښېښوول. د بېلابېلو اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
په غونډه کې د پاکستان تلونکی ولسمشر ډاکتر محمد عارف علوي، وزیراعظم شهباز شریف، د پوځ، بحري او هوايي ځواکونو مشران، پخواني وزیراعظمان میا نواز شریف، یوسف رضا ګېلاني، د پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري او د هغه ګوند او مسلم لیګ (ن) مخکښه مشران او د پارلېمان غړي موجود ول.
په غونډه کې لنډمهالی وزیراعظم انوار الحق کاکړ، د پنجاب اعلاوزیره مریم نواز، د سیند اعلاوزیر مراد علي شاه، د بلوچستان اعلاوزیر میر سرفراز بګټی، د مسلم لیګ (ن) رهبر میا نواز شریف په ګډون د هغه ګوند مخکښه سیاستوالان، د پیپلز ګوند مشران اصف علي زرداري او بلاول بوټو زرداري ګډون وکړ.
سپیکر صادق د انتخاب طریقه بیانه کړه او و یې ویل چې د مسلم لیګ (ن) او پیپلز پارټۍ په مشرۍ د یوشمېر ګوندونو نوماند شهباز شریف ته د رایې ورکوونکي دې د قامي اسمبلۍ د تالار "الف دهلېز" ته ولاړ شي او د سني اتحاد کونسل نوماند عمر ایوب خان ته ووټ ورکوونکي دې "ب دهلېز" ته ورشي.
د فبرورۍ پر ۲۷مه د احتساب عدالت جج ناصر جاوید رانا د قضيې اورېدنه د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې وکړه، چيرې چې عمران خان وار له مخه لا په ځينو نورو قضیو کې زنداني دی.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن پر خپله ووبپاڼه د ۲۶۵ څوکیو غیر حتمي پایلې خپرې کړې دي چې له مخې یې خپلواکه نوماندانو ۱۰۱، پاکستان مسلم لیګ (ن) ۷۵، پاکستان پیپلز ګوند پارلېمېنټېریینز ۵۴، متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي) ۱۷ څوکۍ ګټلې دي.
د غورځنګ مخکښه غړو پر اېکس په جلا، جلا بیانونو کې د داوړ انځورونه خپاره کړي دي او ویلي یې دي چې ډاکترانو د هغه جراحي کړې ده او اوس یې روغتیايي حالت ښه دی.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن پر خپله ووبپاڼه د ۲۵۰ څوکیو غیر حتمي پایلې خپرې کړې دي چې له مخې یې خپلواکه نوماندانو ۹۹، پاکستان مسلم لیګ (ن) ۷۱، پاکستان پیپلز ګوند پارلېمېنټېریینز ۵۳، متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي) ۱۷ ګټلي دي.
په پاکستان کې دا ځل د قامي او صوبايي اسمبلیو څوکیو لپاره ټول ۱۷،۸۱۶ کسان نوماندان ول چې لوی شمېر یې خپلواک امېدواران ول. له هغوی څخه یې ډېری د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) سیاستوالان یا د هغه ګوند ملاتړ لرونکي ول
د انتخاباتي کمېشن له مهالوېش سره سم، د رایې اچونې بهیر د فبرورۍ اتمې پر سهار اته بجې (د کابل اووه نیمې) پیل شو چې بې له ځنډه د ماښام تر پینځو بجو پورې روان وو.
ټولټاکنې پر داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې په پاکستان، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو، کې ناامني زیاته شوې ده.
ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې عام انتخابات وشي. ځینې شنونکي وايي چې ښايي دا ټولټاکنې رڼې او منصفانه نه وي. دوی ته ښکاري چې د هېواد پوځ له تحریک انصاف سره د تعلقاتو تر خرابېدو وروسته د مسلم لیګ (ن) پلوي کوي. دا هغه دعوه ده چې پوځ په بیا بیا رد کړې او وايي په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي.
چارواکو د عدالتي فیصلې د اعلان پر مهال یوازې خبریالانو ته ودانۍ ته د داخلېدو اجازه ورکړه او هلته موجود نور کسان یې پرې نه ښوول. په روسیه کې د اتریش (اسټریا)، چېک جمهوریت او د نېدرلینډز (هالینډ) د سفارتونو استازي هم په عدالت کې موجود ول.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحلیلي او بندیزونو چارو ډلې په نړۍ کې د اسلامي دولت (داعش) او القاعده شبکو د فعالیتونو په اړه په خپل ۳۳م رپورټ کې د طالبانو حکومت له القاعدې سره په نېږدې اړیکو تورن کړی او دعوه یې کړې چې هغې شبکې د افغانستان په څو ولایتونو کې روزنیز مرکزونه او تاسیسات جوړ کړي دي.
د عدالت مشرې قاضیې جون ډاناګیو د امر اورولو پر مهال وویل چې اسراییل باید په سیمه کې په "بیړني ډول د اړینو اساسي خدماتو او بشري مرستو رسولو لپاره سمدستي او موثره اقدامات وکړي چې د ژوند د هغو سختو او منفي شرایطو ستونزه هواره شي چې فلسطینیان ورسره مخامخ دي."
سازمان د جنورۍ پر ۲۴مه په بیان کې ویلي دي چې بلوڅ پرلتوال په اسلام اباد کې د "پاکستانیو چارواکو د وېرولو، ګرفتاریو او په حراست کې د ساتلو له کبله" د ماورای عدالت وژنو او جبري بې درکیو پرضد د خپل احتجاج ختمولو ته اړ شول. اخوا ماهرنګ بلوڅې د جنورۍ پر ۲۷مه په کوټه کې جلسه اعلان کړې ده.
دا تر هغې وروسته ده چې ایرانیو دولتي رسنیو د جنورۍ پر ۱۶مه شپې ناوخته د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې د جیش العدل ډلې پر مرکزونو د حملې خبر ورکړ. خو پاکستان د جنورۍ پر ۱۷مه وویل چې په حمله کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نجونه ژوبلې دي.
نور وښیئ