د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له پاکستانه د افغانانو پر "جبري اخراج ژوره اندېښنه" ښوولې ده او "د باور په فضا" کې یې د "خبرو اترو له لارې" د ټولو مسلو پر هواري ټینګار کړی دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، متقي د اپرېل پر ۱۶مه په کابل کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د همغږۍ ګډې کمېټۍ په چوکاټ کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره ولیدل.
وزارت د دواړو چارواکو په مشرۍ د پلاویو تر ملاقات وروسته پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې هغوی پر یو لړ مسایلو، په ځانګړي ډول، د افغان کډوالو ایستلو پر موضوع خبرې وکړې.
بیان بې له نورو جزییاتو ورکولو وايي، متقي "ټینګار وکړ" چې د دواړو هېوادونو حکومتونه باید "له هغو ټولو اقداماتو او څرګندونو ډډه وکړي چې د ولسونو د خپګان او احساساتو د پارونې لامل" کېږي.
وزارت وايي، صادق خان په خپلو خبرو کې وویل چې دواړه هېوادونه "ژورې اړیکې" لري او باید د ستونزو پر هواري ټینګار وکړي.
بیان زیاتوي، نوموړي داراز وویل چې "په نېږدې راتلونکې کې" به د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته سفر وکړي.
د پاکستان او طالبانو حکومتونو لا کابل ته د ډار د سفر نېټه نه ده اعلان کړې.
محمد صادق خان هم د اپرېل پر ۱۶مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په لنډ بیان کې ویلي چې له متقي سره یې لیدنه "تعمیري" وه.
صادق نور جزییات نه دي ورکړي خو زیاته کړې یې ده چې دواړو خواوو پر یو لړ "دوه اړخیزو او سیمه ییزو" موضوعاتو خبرې وکړې او د "همکاریو قوي کولو او ګډ پرمختګ ته یې ژمنتیا" وښوده.
د دواړو لوریو چارواکو دا لیدنه پر داسې وخت کړې ده چې د پاکستان حکومت د اپرېل له پیل راهیسې لسګونه زره افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکي او بې اسناده افغانان هېواد ته لېږدولي دي.
د طالبانو حکومت تر دې مخکې هم د افغانانو پر جبري ستنولو اندېښنې ښوولې دي خو پاکستان وايي، د ټولو افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د ملي امنیت په ګټه بولي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اپرېل پر ۱۶مه کابل ته د صادق خان تر رسېدو وروسته په بیان کې ويلي ول چې د همغږۍ ګډې کمېټۍ په غونډه کې د ډېورنډ پر کرښه د "احتمالي" لانجو پر هواري خبرې کېږي.
تر دې مخکې د پاکستان او د طالبانو د حکومتونو د همغږۍ ګډې کمېټۍ وروستۍ غونډه د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې په اسلام اباد کې شوې وه.
پاکستان ته د طالبانو د سوداګرۍ وزیر سفر
په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ چارو سرپرست وزیر نور الدین عزیزي له خپل پلاوي سره یوځای په اسلام اباد کې له "افغان کډوالو او سوداګرو" سره لیدلي دي.
وزارت د اپرېل پر ۱۷مه په بیان کې ویلي چې عزیزي په خپلو خبرو کې له ستنېدونکو افغانانو سره د طالبانو د حکومت پر "هر اړخیز ملاتړ" ټینګار وکړ.
بیان ویلي دي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ورستنو شویو د ژوند ښه کېدو لپاره "پراخ اقدامات تر لاس لاندې" کړي دي.
بیان وايي، عزیزي په خپلو خبرو کې د "مهاجرینو د ستونزو حل لپاره د یوه عالي کمېسیون د جوړښت"، د ستنېدونکو سوداګرو او صنعتکارانو د اسانتیاوو لپاره د "ځانګړي کیمپ د جوړښت او د مالیاتي (ټیکسونو) او د هغوی ګمرکي (کسټمز) معافیت په اړه" وغږېد.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر هم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) له اصولو سره سم د افغان کډوالو "د خوندي" او "باعزته" ستنولو غوښتنه وکړه او په دې اړه یې له پاکستان سره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د نور الدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی د اپرېل پر ۱۶مه له کابله اسلام اباد ته روان شو خو په اسلام اباد کې د تېز باد او خراب موسم له وجې یې الوتکه پر هوايي ډګر ښکته نه شوه او کابل ته ستنه شوه.
تر څو ساعتونو ځنډ وروسته د عزیزي په مشرۍ پلاوی، چې پکې سوداګر هم شامل دي، اسلام اباد ته ورسېدل.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ چارو وزارت وايي چې د سفر موخه له پاکستانیو چارواکو سره "د افغان سوداګرو د سوداګریزو، ټرانزېټي او ټرانسپورټي ستونزو" پر هواري غږېدل دي.
په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې د عزیزي په مشرۍ پلاوی د درې ورځني سفر پر مهال په لاهور کې د سوداګریزو توکو په نندارتون کې هم ګډون کوي.
افغان اسلامي اژانس وايي چې د اپرېل له ۱۷مې څخه تر ۱۹مې پورې په نندارتون کې د "روغتیايي انجینرۍ او معدني" توکي ښوول کېږي چې ورته د یوشمېر هېوادونو استازي ورځي.
د وزرات یو چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، مشال راډیو ته وویل، د عزیزي په مشرۍ پلاوي د اپرېل پر ۱۶مه له کابله پرواز وکړ خو په اسلام اباد کې د تېز باد او خراب موسم له وجې یې الوتکه هوايي ډګر ته ښکته نه شوه او بېرته کابل ته ستنه شوه.
په اسلام اباد کې د اپرېل پر ۱۶مه له تېز توپان سره سخته ږلۍ وورېده او لا هم اسمان ورېځ دی نو تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی به کله روانېږي.
د طالبانو او پاکستان حکومتونو ترمینځ تعلقات
د دواړو لوریو لوړپوړي چارواکي پر داسې مهال د کابل او اسلام اباد په سفر دي چې د پاکستان او طالبانو حکومتونو ترمینځ تعلقات له یوې مودې راهیسې ساړه دي چې په وروستیو کې د افغانانو د جبري ستنولو او د تورخم وره تړلو او هلته د نښتو له وجې لا خراب شول.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اپرېل پر ۱۴مه په کابل کې د پاکستان د سفارت له ناظم الامور (شارژدافېیر) عبیدالرحمان نظاماني سره د لیدو پر مهال د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه وښوده او ورسره یې د پاکستانیو چارواکو "روان ناسم چلند پاروونکی او د دواړو هېوادونو د اړیکو په زیان وباله."
د پاکستان چارواکي له افغانانو سره د ناسم چلند تورونه ردوي او حکومت وايي چې ټول کډوال په "پوره درناوي" ستنول کېږي.
په پاکستان کې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو ته په خپله خوښه د هېواد د پرېښودو ضرب الاجل (مهلت) د مارچ پر ۳۱مه پای ته ورسېد. چارواکو تر دې وروسته د اپرېل پر درېیمه هېواد ته د بې اسناده او افغان تابعیت کارډ لرونکو د لېږدولو دویم پړاو پیل کړ.
د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري.
هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.
تر دې مخکې د تورخم دروازه د پوستې جوړولو پر سر د لانجې له کبله تر شاوخوا یوې میاشتې پورې تړلې وه چې د مارچ پر ۱۹مه بیا پرانیستل شوه.
د پاکستانیو امنیتي چارواکو د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغې وروسته د تورخم دروازه وتړله چې په وينا یې، طالبانو په "ممنوعه" سیمو کې پوستې جوړولې. خو طالبان ټینګار کوي چې په خپله خاوره کې یې تاسیسات جوړول.
تر هغې وروسته د دواړو خواوو چارواکو دوه ځلې د لارې پرانیستو په اړه خبرې وکړې خو نتیجې ته و نه رسېدل.
په تورخم کې د دروازې تر تړل کېدو وروسته د پاکستان او د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمینځ څو ځلې نښتې وشوې چې یوشمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې وه.
د دواړو لورویو ترمینځ د تعلقاتو د خرابېدو له کبله دوه اړخیزه سوداګري هم خورا اغېزمنه شوه او د افغانستان او خیبر پښتونخوا سوداګر وايي چې تر شاوخوا یوې میاشتې پورې د تورخم لارې بندېدو له وجې سوداګرو ته د شاوخوا ۵۰۰ مېلیونه امریکايي ډالرو زیان واوښت.
تورخم د پاکستان او افغانستان له ۱۸ نښلوونکو لارو څخه د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د خلکو د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي ورباندې تېرېږي. هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.