په نیپال کې له پلاسټېکه سړکونه جوړېږي
د نړۍ په ډېریو هېوادونو کې زیات ارزښت لرونکي پلاسټېک بیا کارېږي، خو کم ارزښته پلاسټېک د چاپېریال د ککړتیا سبب کېږي. دا یوه لویه ستونزه ده ځکه چې پلاسټېک په اسانۍ نه ورستېږي او سلګونه کلونه په خاوره کې پاتې کېږي. په نیپال کې د ځوانانو یوې ډلې د دې ستونزې د هواري لاره لټولې او پلاسټېک د سړکونو په جوړولو کې کاروي. په اړه یې د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.