د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي له افغان کډوالو سره د پاکستان "روان ناسم چلند پاروونکی" دی


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي (ښي لوري ته) په کابل کې د پاکستان د سفارت له ناظم الامور عبید الرحمان نظاماني سره خبرې کوي - د اپرېل ۱۴مې انځور.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي (ښي لوري ته) په کابل کې د پاکستان د سفارت له ناظم الامور عبید الرحمان نظاماني سره خبرې کوي - د اپرېل ۱۴مې انځور.

د طالبانو حکومت یو ځل بیا له پاکستانه د افغانانو پر "جبري اخراج" او ورسره پر "نامناسبه چلند خواشيني څرګنده" کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اپرېل پر ۱۴مه په کابل کې د پاکستان د سفارت له ناظم الامور (شارژدافېیر) عبیدالرحمان نظاماني سره ولیدل او ورسره یې د دواړو هېوادونو ترمینځ پر "سیاسي او اقتصادي مسایلو هر اړخیزې خبرې" وکړې.

بیان وايي، متقي په خپلو خبرو کې د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه وښوده او ورسره یې د پاکستانیو چارواکو "روان ناسم چلند پاروونکی او د دواړو هېوادونو د اړیکو په زیان وباله."

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نوموړي له اسلام اباده د "وضعیت د تغیر غوښتنه" وکړه.

بیان زیاتوي چې نظاماني متقي ته ډاډ ورکړی چې دا موضوع به د پاکستان له حکومت سره شریکه کړي.

په کابل کې د پاکستان سفارت لا د نظاماني او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ترمینځ د ملاقات په اړه بیان نه دی خپور کړی او په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم څه نه دي ویلي.

خو تر دې مخکې هم په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لوړپوړو چارواکو له افغان کډوالو سره د پاکستانيو چارواکو چلند "غیر اسلامي او غیر انساني" بللی وو.

د اپرېل پر اوومه په کابل کې د طالبانو د ريیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ یوه ځانګړې غونډه کې له ملګرو ملتونو غوښتنه وشوه چې د هغه "بشري ناورین" په مخنیوي او د کډوالو په "باعزته" ستنولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د پاکستان چارواکي له افغانانو سره د ناسم چلند تورونه ردوي او حکومت وايي چې ټول کډوال په "پوره درناوي" ستنول کېږي.

د پاکستان حکومت وايي، د افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د ملي امنیت په ګټه بولي.

یوه افغانه کورنۍ له پاکستانه تر ایستل کېدو وروسته د ننګرهار ولایت په تورخم کې د لنډمهالي کیمپ پر لوري روانه ده - د اپرېل اوومې انځور.
یوه افغانه کورنۍ له پاکستانه تر ایستل کېدو وروسته د ننګرهار ولایت په تورخم کې د لنډمهالي کیمپ پر لوري روانه ده - د اپرېل اوومې انځور.

د پاکستان چارواکي او په هغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویلي دي چې د اپرېل له پیله تر اوسه پر تورخم او چمن لسګونه زره افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي.

په پاکستان کې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو ته په خپله خوښه د هېواد د پرېښودو ضرب الاجل (مهلت) د مارچ پر ۳۱مه پای ته ورسېد. چارواکو تر دې وروسته د اپرېل پر درېیمه هېواد ته د افغانانو د لېږدولو دویم پړاو پیل کړ.

د خیبر چارواکو په لنډي کوتل (لواړګي) کې د ستنېدونکو افغانانو د نوملیکنې او ثبتولو لپاره یو لنډمهالی کیمپ جوړ کړی دی. د پاکستان له مختلفو برخو ایستل شوي افغانان لومړی هغه کیمپ ته ځي او د رسمي چارو تر بشپړېدو وروسته له هغه ځایه د تورخم له لارې هېواد ته لېږدول کېږي.

په لنډي کوتل کیمپ کې موجودو یوشمېر افغانانو تېره اونۍ مشال راډیو ته وویل چې په پنجاب او سیند کې یې پولیس نیسي او په زور یې ستنوي.

دوی داراز وايي چې په لاره کې له بېلابېلو مشکلاتو او کړاوونو سره مخامخ شول. تر دې مخکې هم له هغو صوبو ایستل شویو افغانانو د چارواکو د ناسمې رویې شکایت کړی وو.

د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري.

هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.

له پاکستانه ایستل شوي افغانان د ننګرهار په تورخم کې کیمپ ته تر رسېدو وروسته له لارۍ کښېوځي - د اپرېل اوومې انځور.
له پاکستانه ایستل شوي افغانان د ننګرهار په تورخم کې کیمپ ته تر رسېدو وروسته له لارۍ کښېوځي - د اپرېل اوومې انځور.

بلخوا هلته څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډونه هم لري.

اسلام اباد وايي چې د مهاجرت کارډ لرونکي افغان کډوال د ۲۰۲۵ز کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني جواز لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې، د مهاجرت نړیوال سازمان، د بشري حقونو کمېشن او د بخښنې نړيوال سازمان په ګډون د حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو مشرانو په تېرو میاشتو کې څو ځلې د افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې او له حکومته یې غوښتي دي چې افغانان دې په زور نه ستنوي.

پاکستان د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.

د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهالي حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شو.


XS
SM
MD
LG