د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو د سوداګرۍ سرپرست وزیر نور الدین عزیزې په مشرۍ پلاوی د پاکستان په سفر ځي


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نور الدین عزیزي (له کیڼ لوري څلورم) له خپل پلاوي سره د کابل پر هوايي ډګر - د اپرېل ۱۶مې انځور.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نور الدین عزیزي (له کیڼ لوري څلورم) له خپل پلاوي سره د کابل پر هوايي ډګر - د اپرېل ۱۶مې انځور.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ چارو سرپرست وزیر نور الدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته ځي.

وزارت د اپرېل پر ۱۵مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې د طالبانو حکومتي پلاوی له پاکستانیو چارواکو سره "د افغان سوداګرو د سوداګریزو، ټرانزېټي او ټرانسپورټي ستونزو" پر هواري خبرې کوي.

بیان زیاتوي چې عزیزي اسلام اباد ته تر تګ مخکې په کابل کې د افغانستان د شخصي کاروباري څانګې د ټولنو له مشرانو او استازو سره غونډه وکړه او له پاکستان سره یې د سوداګرۍ په برخه کې د هغوی له ستونزو ځان خبر کړ او د هواري لپاره یې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واورېدل.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې له عزیزي سره په پلاوي کې سوداګران هم شامل دي چې د درې ورځني سفر پر مهال په لاهور کې د سوداګریزو توکو په نندارتون کې هم ګډون کوي.

افغان اسلامي اژانس وايي چې د اپرېل له ۱۷مې څخه تر ۱۹مې پورې په نندارتون کې د "روغتیايي انجینرۍ او معدني" توکي ښوول کېږي چې ورته د یوشمېر هېوادونو استازي ورځي.

د وزرات یو چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، مشال راډیو ته وویل، د عزیزي په مشرۍ پلاوي د اپرېل پر ۱۶مه له کابله پرواز وکړ خو په اسلام اباد کې د تېز باد او خراب موسم له وجې یې الوتکه هوايي ډګر ته ښکته نه شوه او بېرته کابل ته ستنه شوه.

په اسلام اباد کې د اپرېل پر ۱۶مه له تېز توپان سره سخته ږلۍ وورېده او لا هم اسمان ورېځ دی نو تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی به کله روانېږي.

کابل ته د صادق خان سفر

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د پاکستان وزیراعظم ځانګړی استازی محمد صادق خان په مشرۍ یو پلاوی د همغږۍ ګډې کمېټۍ په اوومه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته تللی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اپرېل پر ۱۶مه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې په غونډه کې د "ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو (لانجو) د هواري او د دواړو لوریو ولسونو ته د تسهیلاتو (اسانتیاوو") پر برابرولو خبرې کېږي.

مجاهد وايي، د طالبانو پلاوي مشري د هغوی د دفاع وزارت مرستیال عبدالقیوم ذاکر کوي.

دی زیاتوي، د همغږۍ ګډې کمېټۍ غونډې یو ځل په اسلام اباد او یو ځل په کابل کې کېږي.

تر دې مخکې د پاکستان او د طالبانو د حکومتونو د همغږۍ ګډې کمېټۍ وروستۍ غونډه د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې په اسلام اباد کې شوې وه.

د طالبانو او پاکستان حکومتونو ترمینځ تعلقات

د دواړو لوریو لوړپوړي چارواکي پر داسې مهال د کابل او اسلام اباد په سفر دي چې د پاکستان او طالبانو حکومتونو ترمینځ تعلقات له یوې مودې راهیسې ساړه دي چې په وروستیو کې د افغانانو د جبري ستنولو او د تورخم وره تړلو او هلته د نښتو له وجې لا خراب شول.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اپرېل پر ۱۴مه په کابل کې د پاکستان د سفارت له ناظم الامور (شارژدافېیر) عبیدالرحمان نظاماني سره د لیدو پر مهال د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه وښوده او ورسره یې د پاکستانیو چارواکو "روان ناسم چلند پاروونکی او د دواړو هېوادونو د اړیکو په زیان وباله."

د پاکستان چارواکي له افغانانو سره د ناسم چلند تورونه ردوي او حکومت وايي چې ټول کډوال په "پوره درناوي" ستنول کېږي.

د پاکستان حکومت وايي، د افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د ملي امنیت په ګټه بولي.

د پاکستان چارواکي او په هغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویلي دي چې د اپرېل له پیله تر اوسه پر تورخم او چمن لسګونه زره افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي.

په پاکستان کې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو ته په خپله خوښه د هېواد د پرېښودو ضرب الاجل (مهلت) د مارچ پر ۳۱مه پای ته ورسېد. چارواکو تر دې وروسته د اپرېل پر درېیمه هېواد ته د بې اسناده او افغان تابعیت کارډ لرونکو د لېږدولو دویم پړاو پیل کړ.

د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري.

هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.

تر دې مخکې د تورخم دروازه د پوستې جوړولو پر سر د لانجې له کبله تر شاوخوا یوې میاشتې پورې تړلې وه چې د مارچ پر ۱۹مه بیا پرانیستل شوه.

د پاکستانیو امنیتي چارواکو د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغې وروسته د تورخم دروازه وتړله چې په وينا یې، طالبانو په "ممنوعه" سیمو کې پوستې جوړولې. خو طالبان ټینګار کوي چې په خپله خاوره کې یې تاسیسات جوړول.

تر هغې وروسته د دواړو خواوو چارواکو دوه ځلې د لارې پرانیستو په اړه خبرې وکړې خو نتیجې ته و نه رسېدل.

په تورخم کې د دروازې تر تړل کېدو وروسته د پاکستان او د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمینځ څو ځلې نښتې وشوې چې یوشمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې وه.

د دواړو لورویو ترمینځ د تعلقاتو د خرابېدو له کبله دوه اړخیزه سوداګري هم خورا اغېزمنه شوه او د افغانستان او خیبر پښتونخوا سوداګر وايي چې تر شاوخوا یوې میاشتې پورې د تورخم لارې بندېدو له وجې سوداګرو ته د شاوخوا ۵۰۰ مېلیونه امریکايي ډالرو زیان واوښت.

تورخم د پاکستان او افغانستان له ۱۸ نښلوونکو لارو څخه د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د خلکو د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي ورباندې تېرېږي. هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

XS
SM
MD
LG