نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د کراچۍ په بندر کې د ډاک لیبر بورډ غړي له تېرو څو ورځو راهیسې د کراچۍ پورټ ټرسټ دفتر مخې ته احتجاج کوي. پرلتوال وایي چې حکومت یې له دندو د لرې کولو هڅې کوي او د کراچۍ بندر ځینې برخې بهرنیو شخصي کمپنیو ته سپارل غواړي.
پولیس وايي چې دواړو ډلو تر نښتې وروسته په کراچۍ کې د یو بل پر کورونو هم حملې وکړې چې تر هغې وروسته پولیس او د رېنجرز ځواک سرتېري هلته ځای پر ځای شول او وضعیت یې کنټرول کړ.
### سم شوی خبر: د بېلابېلو سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو فعالانو په کراچۍ کې د بنو ولس د ملاتړ لپاره احتجاجي مظاهره وکړه. د جولای په ۲۱مه، د کراچۍ پریس کلب مخې ته ملي جمهوري غورځنګ، پښتونخوا نيشنل عوامي پارټۍ، عوامي ورکرز پارټۍ او کراچۍ بچاؤ تحریک دغه مظاهره تابيه کړې وه
د شماریاتو ادارې د جولای پر ۱۸مه راپور خپور کړ چې پکې راغلي چې د پاکستان ابادي د زیاتېدو کچ شاوخوا ۲.۵۵ سلنه دی چې دا خورا چټک رفتار دی.
په سیند کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټرټېررېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) په کراچۍ ښار کې د ټي ټي پي د یو مهم قومندان د نیولو دعوه کړې ده. پوځ په پېښور کې د درو مشکوکو وسلوالو د وژنې خبر ورکړی دی.
د سي ټي ډي پولیسو یو مشر اصف اعجاز شېخ تر پېښې وروسته خبریالانو ته وویل چې په ډي اېس پی علي رضا د جولای پر اوومه په کریم اباد سیمه کې له ګاډي څخه تر وتلو وروسته وسلوالو ووژاه.
د عزم استحکام عملیاتو ضد، پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کراچۍ، اسلام اباد، کوټه، پېښور، واڼه او د پاکستان په یو شمېر نورو سیمو کې احتجاجي مظاهرې کړي دي. احتجاج کونکو وویل چې د حکومت لخوا اعلان شوي د عزم استحکام په نامه عملیات ورته د منلو نه دي.
د غورځنګ مخکښه مشرانو او غړو د جولای پر اوومه مظاهرو ته په ویناګانو کې د عزم استحکام په نوم د عملیاتو مخالفت وکړ او و یې ویل چې د عملیاتو له وجې ولسي خلک مشکلات او زیانونه ګالي.
په کراچۍ کې فعالانو او د مسیحیانو (عیسویانو) ټولنې په پنجاب کې يو مسیحي ته د مذهب سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولو خلاف احتجاجي مظاهره کړې ده. د جولای د دویمې مظاهرې ته د بشري حقونو فعالان، د ښځو د حقونو یوې ټولنې عورت مارچ منتظمين او عيسويان ورغلي ول. ویډیويي رپورټ.
د جون پر ۲۸مه په کراچۍ پریس کلب کې غونډې ته په وینا کې سیمي دین بلوڅې وویل چې پلار یې ډاکټر دين محمد بلوڅ ۱۵ کاله مخکې له کوټې پورته کړل شو. هغه وخت دا وړه وه، له ماشوموالي د خپل ورک پلار د خوشې کولو لپاره غږ پورته کوي خو د پلار یې لا هم درک نه لږي.
ایدي د جون پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې زیات مړي له هغو سیمو وروړل شوي، چېرې چې لوډشیډنګ زیات وي، خو د مړینې علت په اړه ډاکټران ویلې شي.
د جون بر ۱۴مه په کراچۍ پریس کلب کې د غونډې په مهال کمېشن هغه رپورټ له رسنیو سره شریک کړ چې پکې راغلي دي چې په ۲۰۲۳ز کال کې دسيند صوبه په کچه سېمه کې د لږکيو نجونو د تښتونې، په زور مذهب بدلواو ودونو پېښې زياتي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان حکومت وخت په وخت تور لګولی چې بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د رياست پرضد خلک راپاروي او په جرمونو کې د ککړو کسانو ملاتړ کوي.
د ابادۍ له پلوه د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د لوی اختر د قربانۍ لپاره د اوښانو ځانګړې منډیي جوړه شوې ده چې ورته کاروباریانو د بېلابېلو نسلونو شاوخوا ۴،۵۰۰ اوښان وروستي دي. په منډیۍ کې د ښکلا لپاره د اوښانو پر پوستکي نقاشي کېږي. ویډیويي رپورټ.
په کراچۍ کې د قربانۍ لپاره د څارویو منډۍ جوړ شوی، چې تر اوسه ورته نږدې دوه لکه څاروي وروستل شوي دي. اخيستونکي وايي، سږکال څاروي ګران دي، خو د څارويو سوداګر بیا وايي چې د څارويو خوراک، د ګاډو کرايه او نور لګښتونه یې زیات شوي دي نو ځکه څاروي ګران خرڅوي.
د سيند د کورنيو چارو وزارات د پولیسو مشر اې جي او نورو امنتي ادارو ته د جون پز ۶مه يو ليک استولی دی چې په سيند کې د ديني مدرسو بشپړه معلومات راغونډ کړي.
دا خبره په پاکستان کې د رسنیو د ازادۍ لپاره د کارکوونکي سازمان فریډم نیټ ورک په په هغه رپورټ کې شوې ده چې د جون پر شپږمه په کراچۍ پريس کلب کې یوې غونډې ته وړاندې شوی دی.
په سیند کې په دې وروستیو کې د وژل شوي خبريال نصرالله ګډاني او نورو خبريالانو د وژنې په ضد خبريالانو د جون په دویمه د کراچۍ پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې د خبريالانو د وژنې په اړه دې یو عدالتي تحقيقاتي کميشن جوړ کړي
په دې رپورټ کې راغلي دي چې د ښاري سیمو پرتله په کلیوالو سیمو کې دغربت کچه لوړه ثبت شوې ده. د دوی په وینا، په کلیوالو سیمو کې د بېوزلۍ کچه ۵۱ فيصده او په ښاري سیمو کې ۱۷ فیصده ده.
نور وښیئ