د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې په حملو او نورو پېښو کې د پولیسو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي دي


چارواکي وايي، وسلوالو ګوادر تر پر تلونکې لویه لاره مال لېږدوونکې لارۍ هم سوځولې دي - پخوانی انځور.
چارواکي وايي، وسلوالو ګوادر تر پر تلونکې لویه لاره مال لېږدوونکې لارۍ هم سوځولې دي - پخوانی انځور.

د بلوچستان په بېلا بېلو برخو کې په حملو او د تاوتریخوالي په پېښو کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمنټ یا سي ټي ډي) او لېویز ځواک دوو سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي.

د ګوادر انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) حمود الرحمان د مارچ پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، له هغه بندري ښاره شاوخوا ۱۵۰ کېلومیټره لیرې د اورماړې په سیمه کې وسلوالو د مارچ پر ۲۶مه شپې مهال سړک وتاړه او کراچۍ ته یې له تلونکي بسه شپږ مساپر ښکته کړل او و یې وژل.

دی وايي، وسلوالو له هغه بسه درې کسان تښتولي هم دي چې پولیسو یې د خوشې کولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

رحمان وايي چې وسلوالو له ګوادر بندره سامان لېږدوونکې یوشمېر لارۍ هم سوځولې دي خو کره شمېر یې و نه ښود.

اخوا د بلوڅ مېشتې ضلعې مستونګ انتظامي مشر زوهېب کبزي مشال راډیو ته وویل، وسلوالو د مارچ پر ۲۶مه شپې مهال د کوټې او کراچۍ ترمینځ پر سړک پر یو ګاډي برید کړی دی چې پکې د سي ټي ډي یو سرتېری او یو ولسي وګړی وژل شوي او د پولیسو بل سرتېری ژوبل دی.

دی وايي، سرتېري په یو شخصي ګاډي کې سپاره ول او قلات ته روان ول چې د برید ښکار شول.

کبزي وویل، د لېویز ځواک سرتېرو تر پېښې وروسته د وسلوالو پرضد ځوابي کاروايي وکړه چې پر مهال یې په نښته کې یو سرتېری ژوبل شو.

په همدې حال کې پاکستانیو رسنیو ویلي دي چې وسلوالو په مستونګ کې د کوټې او تفتان او د کوټې او کراچۍ ترمینځ پر لویو لارو د ګاډو تالاشي اخیستې ده خو کبزي دعوه وکړه چې د هغې ضلعې ټول سړکونه خلاص دي.

هلته د بلوچستان په کېچ کې د پولیسو یو چارواکي راشد زهري د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې په ګډون نورو رسنیو ته ویلي دي چې د مارچ پر ۲۵مه یې په اوران کې د لېوېز د یو سرتېري او درې ولسي وګړو مړي موندلي دي.

دی وايي چې وسلوالو پر هغوی تشدد کړی او بیا یې ویشتلي دي.

زهری وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې هغه کسان کله وژل شوي دي خو زیاتوي چې سرتېری او نور سړي ځايي اوسېدونکي ول چې عمرونه یې د ۲۰ او ۲۵ کلونو ترمینځ ول.

تر اوسه د مارچ ۲۶مې د حملو او تاوتریخوالي د پېښو ذمه واري چا نه ده منلې.

د پاکستان وزیراعظم میا محمد شهباز شریف هغه پېښې غندلې دي او اړوندو ادارو ته یې پکې د ککړو کسانو د معلومولو او د قانون منګولو ته سپارلو امر کړی دی.

نوموړي د مارچ پر ۲۷مه په بیان کې ویلي دي چې وسلوال د بلوچستان د "سولې او پرمختګ دښمنان" دي او زیاتوي چې هغوی به خپلو موخو ته په رسېدو بریالي نه شي.

په وروستیو اونیو کې په بلوچستان کې یوشمېر وسلوال بریدونه او چاودنې شوې دي چې پکې امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د مارچ پر ۲۲مه وسلوالو په بلوڅ مېشتو نوشکي او قلات کې په دوو حملو کې څلور پولیس او څلور مزدوران ووژل.

تر دې مخکې د مارچ پر ۱۸مه په پښتون مېشته سیمه ژوب کې په چاودنه کې یو پوځي افسر او یو سرتېری ووژل شول.

د نوشکي، قلات او ژوب د حملو مسوولیت هم چا نه وو منلی.

تر دې مخکې د یوې اونۍ په موده کې د کوټې، بولان او نوشکي په ګډون د صوبې په ډېریو برخو کې وسلوالو بریدونو ګڼو سرتېرو ته مرګژوبله واړوله.

په بولان کې د جعفر اېکسپرېس په نوم پېښور ته پر لاره پر مساپر لېږدوونکي اورګاډي د برید او د سرتېرو او استخباراتي کارکوونکو په ګډون د خلکو د یرغمل کولو او په نوشکي کې د امنیتي سرتېرو پر قافلې د وروستۍ حملۍ ذمه واري بېلتونپالې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) ډلې منلې وه.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ او حکومت وايي چې د بلوچستان په ګډون په ټول هېواد کې د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په خپل دفتر کې د "قرارداد پاکستان" ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.

تر دې مخکې د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په غونډه کې ټینګار وکړ چې دولت (ریاست) دې په "پوره ځواک ترهګرۍ" ته ځواب ووايي.


XS
SM
MD
LG