د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حج د انتظام شخصي شرکتونه وايي ۶۷۰۰۰ راجسټر پاکستانيان له حج څخه د پاتې کېدو له خطر سره مخامخ دي


سعودي عرب ته د حج لپاره تلونکي کسان په کراچۍ هوايي ډګر کې د خپل نوبت انتظار کوي ـ انځور له ارشيفه
سعودي عرب ته د حج لپاره تلونکي کسان په کراچۍ هوايي ډګر کې د خپل نوبت انتظار کوي ـ انځور له ارشيفه

په پاکستان کې د حج د انتظام د شخصي شرکتونو اتحادیه وايي چې روان (۲۰۲۵ز) کال کې ښايي ۶۷،۰۰۰ کسان، چې د حج لپاره یې د تیارۍ ټولې مرحلې پوره کړي، حج ته له تګ څخه پاتې شي.

د اتحادیې مشر زېغم اختر صدیقي د اپرېل پر ۲۱مه د کراچۍ په خبريالانو مرکز کې د يوې خبري غونډې پرمهال وویل، دا هغه کسان دي چې په شخصي سکیم کې يې د حج لپاره یې پيسې جمع کړي او ټول لوازمات یې پوره کړي دي خو درخواستونه یې بيا هم رد شوي دي.

نوموړي زياته کړه: "دا مهال د حج ۶۷،۰۰۰ درخواست ورکوونکي داسې کسان دي چې موږ پېسې ورڅخه اخیستې دي، او د هغوی درخواستونه مو سعودي عرب ته هم استولي دي، خو د سعودي حکومت رد کړي دي. د سعودي حکومت چې د حاجیانو لپاره کومې لارښوونې کړې وې، هغه زموږ حکومت [پاکستان] پر وخت نه دې پوره کړي."

صدیقي د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د حاجیانو دغه مسله دې ژر حل کړي. د حج د انتظام د شخصي شرکتونو د اتحادیې مشران وايي چې د دې ستونزې لامل د حکومت لخوا د حج پالیسي ناوخته اعلانول دي.

هغوی وايي چې په سرکاري سکيم کې حج ته د تګ لپاره خلکو ته د نومبر په پای کې د نومليکنې اجازت ورکړل شو، خو شخصي شرکتونو ته د مارچ پر ۱۸مه اجازت ورکړل شو چې وار له مخه ډېر ناوخته وو.

د هغوی په خبره، د پاکستان د دولتي بانک لخوا ځنډ او پیسې پر وخت سعودي عرب ته نه رسول هم د درخواستونو د ردېدو لاملونه دي.

هغوی زياته کړه چې د دې تر څنګ د سعودي حکومت دا ځل په هره ډله کې د ۵۰۰ کسانو پر ځای د ۲،۰۰۰ کسانو د شاملولو شرط وضع کړی، چې هغه هم نه دی عملي شوی.

د پاکستان د مذهبي چارو وزارت لا په دې اړه څه نه دي ویلې، خو د اپرېل پر ۲۰مه د پاکستان د مذهبي چارو وزیر سردار محمد یوسف په کراچۍ کې رسنیو ته وویل چې په شخصي سکیم کې یوازې ۲۳،۰۰۰ کسانو ته د حج اجازه ورکړل شوې ده او د پاتې ۶۷،۰۰۰ کسانو لپاره د دوی هڅه روانه ده، خو د هغه په وينا، د سعودي عرب حکومت لا څه نه دي ورته ويلي.

روان کال سعودي عرب پاکستان ته د نېږدې ۱۸۰،۰۰۰ حاجیانو لپاره ونډه ورکړې ده. له دې شمېرې ۹۰،۰۰۰ کسان د سرکاري سکیم له لارې او پاتې ۹۰،۰۰۰ کسان د شخصي سکيم له لارې حج ته ځي. خو په شخصي سکیم کې تر اوسه یوازې ۲۳،۰۰۰ کسانو ته د حج اجازه ورکړل شوې ده او پاتې ۶۷،۰۰۰ کسان لا بې برخليکه پاتې دي.

په پاکستان کې خلک عموماً یا په شخصي لګښت او یا هم د ارزانه حکومتي پروژې له لارې حج ته ځي. د سعودي عرب حکومت له پاکستانه حج ته د تلونکو ټولو کسانو شمېر ټاکي.

تېر کال حکومت د خیبر پښتونخوا او بلوچستان لپاره د سرکاري حج لګښت ۱،۱۷۵،۰۰۰ او د پنجاب او سيند لپاره یې ۱،۱۵۶،۰۰۰ روپۍ ټاکلی وو.

حج عموماً د هجري قمري کال د ذوالحجې میاشت پر اتمه نېټه پیلېږي او د همدې میاشت پر ۱۲مه پای ته رسي.

د ذوالحجې پر نهمه د عرفات ورځ د حج تر ټولو مهمه ورځ وي او په سبا یې لوی اختر پیلېږي چې پکې حاجیان او د نړۍ د نورو هېوادونو وس لرونکي مسلمانان د څارویو قرباني ورکوي.

XS
SM
MD
LG