د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ مېشتي افغانان وايي مجبور دي چې کاروبارونه پرېږدې او هېواد ته ولاړ شي


کراچۍ مېشتي افغانان وايي مجبور دي چې کاروبارونه پرېږدې او هېواد ته ولاړ شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:43 0:00

د پاکستان له کراچۍ ښاره د افغانانو خپل هېواد ته د ستنېدو بهیر روان دی. هلته مېشتو افغانانو مشال راډیو ته وویل، که په خپله خوښه ولاړ نه شي، نو پولیس یې نیسي، ځوروي یې او افغانستان ته یې لېږدوي. کراچۍ د ابادۍ له پلوه د پاکستان تر ټولو لوی ښار دی او د هغه هېواد کاروباري مرکز بلل کېږي. افغانان وايي، هلته یې لسیزې ژوند وکړ، کاروبارونه یې په پښو ودرول او حیران دي چې په افغانستان کې به د ژوند لګښتونه څنګه پوره کوي، خو په وینا یې، د ګرفتارۍ او ځورونې له وېرې "مجبور" دي چې هر څه پرېږدي او ولاړ شي. د پاکستان حکومتي چارواکي وايي، افغانان په "پوره درناوي" ستنوي او دا کار د ملي امنیت په ګټه بولي. ویډيويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG