د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان وايي د کراچۍ پولیس یې ځوروي او رشوت ورڅخه اخلي


افغانان وايي د کراچۍ پولیس یې ځوروي او رشوت ورڅخه اخلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:40 0:00

په کراچۍ کې مېشت افغانان تور پورې کوي چې پولیس د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار په نوم د مهاجرت کارډ لرونکي هم نیسي، ځوروي یې او رشوت ورڅخه اخلي. دوی وايي، د نیول کېدو له وېرې ډېری افغانان له کډوالو کیمپه بهر نه وځي او کار ته نه ځي. د کراچۍ پولیس د هغوی تور ردوي او یوازې بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکي نیسي او هېواد ته یې لېږدوي. اسلام اباد د اپرېل پر درېیمه د تابعیت کارډ لرونکو خپل هېواد ته لېږدول پیل کړل. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول. د پاکستان حکومت وايي چې د پي او ار کارډ لرونکي د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اجازه لري. ویډيويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG