د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند کې پر اباسین د ۶ نویو نهرونو جوړولو پروژې ضد مظاهرې روانې دي


سیند کې پر اباسین د ۶ نویو نهرونو جوړولو پروژې ضد مظاهرې روانې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

د پاکستان د سیند صوبې په بېلابېلو ښارونو کې ولسي وګړو، فعالانو، وکیلانو، زده کوونکو او پر صوبې د واکمن پیپلز ګوند غړو او پلویانو پر اباسین د شپږو نویو نهرونو (کانالانو) جوړولو پروژې پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی. هغوی له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې په کراچۍ، حیدراباد او نورو ښارونو کې احتجاج پراخه کړی، لاریونونه او مظاهرې یې کړې دي او له اباسین لویه لاره (انډس هایوې) یې تړلې ده چې له کبله یې له سکر سره نېږدې نورو صوبو ته د مال لېږدوونکو ګاډو تګ راتګ درېدلی دی. مظاهرچیان او د سیند حکومت وايي چې د نویو نهرونو جوړېدو له وجې په هغه صوبه کې د اوبو کمښت ستونزه لا جدي کېدای شي او زراعت به نور اغېزمن شي. په همدې حال کې د پاکستان د قانوني چارو وزیر اعظم نذیر تارړ د اپرېل پر ۲۳مه په سېنېټ کې غونډې ته وویل چې وفاقي حکومت د پروژې په اړه له ټولو ګوندونو سره مشوره او خبرې کوي او مسله هواروي. دا پروژه د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت منظوره کړې وه چې اوس یې وفاقي حکومت د عملي کولو هڅه کوي. د پروژې له مخې به پر اباسین دوه نهرونه په سیند، دوه په پنجاب، یو په بلوچستان او یو په خیبر پښتونخوا کې جوړېږي. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG