د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان نيشنل ګوند احتجاجي لاریون د کوټې په لور روان دی


د بلوچ یکجهتۍ کمېټۍ غړي په کوټه کې مظاهره کوي - انځور مارچ ۲۰، کال ۲۰۲۵م
د بلوچ یکجهتۍ کمېټۍ غړي په کوټه کې مظاهره کوي - انځور مارچ ۲۰، کال ۲۰۲۵م

د بلوچستان نيشنل ګوند په مشرۍ کې د بلوڅانو د یووالي (یکجهتي) کمېټۍ د خپلو حقونو ترلاسه کولو، د ورکو بلوڅانو د موندلو او د پولیسو لخوا د بلوڅو مېرمنو د نیولو پرضد احتجاجي لاریون پیل کړی دی.

دوی د سلګونو کسانو په شمېر کې د مارچ پر ۲۸مه د بلوچستان له وډ سیمې نه د کوټې پر لور روان شوي دي. دوی د مارچ پر ۲۹مه له مستونګ نه مخکې خپل سفر پیل کړی دی.

د بلوچستان نېشنل ګوند مشر سردار اختر مېنګل د مارچ پر ۲۶مه د بلوڅو د ځورونې او په ځانګړي ډول، له بلوڅو ښځو سره د "حکومتي رویې" پرضد لاریون اعلان کړی وو. نوموړی اوس پخپله د احتجاجي لاریون مشري کوي.

د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ د ډاکټر ماهرنګ بلوڅې، سیمی دین بلوڅې او نورو نیول شوو کسانو د خوشې کولو په حمایت کې راوتلي دي او وايي ترڅو یې غوښتنې منل شوې نه وي خپل احتجاج ته به دوام ورکوي.

د بلوڅ یکجهتي کمیټۍ مخکښه ډاکټر ماهرنګ بلوڅ او د کمیټۍ نور غړي د مارچ پر ۲۲مه په کوټه کې د لادرکه بلوڅانو لپاره د احتجاج پر مهال نیول شوي وو.

اختر جان مېنګل د مارچ پر ۲۸مه د احتجاجي لاریون ګډون والو ته د وینا پر مهال وویل چې حکومت ورته ټولې لارې تړلې دي او ورباندې یې ډزې کړې دي خو دا رویه به دوی له خپلو غوښتنو پر شا نه کړي. نوموړي ویلي دي چې نن د مارچ پر ۲۹مه به یوه خبري غونډه هم کوي.

وفاقي صوبايي حکومتونو لا د دې غوښتنو او تورونو په غبرګون کې څه نه دې ويلي خو تر دې وړاندې يې ويلي ول چې په وروستیو کې یې په بلوچستان کې یوشمېر فعالان د عامه نظم ګډوډۍ د مخنیوي په موخه نیولي دي. د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند د مارچ پر ۲۸مه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د بلوچستان د امنیتي حالاتو د خرابېدو له امله حکومت هلته دفعه ۱۴۴ نافذ کړې ده او د ولس ساتنه د حکومت ذمه واري ده نو د همدې لپاره به اړین ګامونه پورته کوي.

بلوڅ ملتپال تور پورې کوي چې د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارو په لسګونه زره بلوڅ فعالان لادرکه کړي او زرګونه نور یې وژلي دي. خو د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو تل داسې تورونه رد کړي دي او وايي چې د جبري بې درکیو مسلې هواري لپاره يو سرکاري کمېشن موجود دی.

XS
SM
MD
LG