د ماشومانو د ساتنې اداره ( سیف د چلدرن) وایي، په روان ۲۰۲۵ کال کې ممکن په افغانستان او یوشمېر نورو بې وزله هېوادونو کې په خوارځواکۍ د اخته کسانو وضعیت لا نازک شي.
د اپریل ۲۳مه د کتاب نړیواله ورځ ده. دا ورځ داسې مهال لمانځل کیږي چې په افغانستان کې دننه د نورو هېوادونو پرتله د کتاب لوستلو دود کمرنګه دی. له هېواده بهر یوشمېر افغانان بیا چې په وینا یې د مطالعې ذوق لري، کتابونو ته لاسرسی ورته محدود دی.
د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د ښوونځیو یو شمیر زده کونکي د درسي کتابونو او ښوونکو له کمښت شکایت کوي. یو شمېر زده کوونکو ازادي راډيو ته وویل چې د ښوونیز کال له پیله د یوې میاشتې په تېرېدو سره هم دوی ته درسي کتابونه نه دي ویشل شوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونسف وایي، له پاکستانه په اخراج شویو افغان کډوالو کې لویه برخه ماشومان دي. د دغې ادارې یوه مسول ویلي چې دغه ماشومان افغانستان ته په راتګ له ستونزو سره مخامخ دي او ځینې يې داسې وو چې له خپلو کورنیو جلا شوي وو.
پاکستان وايي د افغان کډوالو د اخراج په پروسه کې د هغوی د ځورونو د مخنیوي لپاره یې یوه ځانګړې اداره جوړه کړه. دغه اقدام کابل ته د دغه هېواد د مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له سفر او اعلان وروسته شوی.
د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د امنیتي ځواکونو یوه غړي چې د متحده ایالاتو ته یې د کډوالۍ قضیه درلوده په پاکستان کې ځان وژنه کړې ده. د هغه ګاونډیان او ملګري وايي چې دا پیښه د یکشنبې په ورځ، د اپریل په ۲۰مه، په راولپنډۍ کې رامنځته شوه.
د افغانستان د مخلوع جمهوري نظام د پارلمان مرستیال عبدالظاهر قدیر د امریکا په غوښتنه نیول شوی دی. ظاهر قدیر تېره اوونۍ د کینیا د پلازمینې نایروبي په یوه هوټل کې نیول شوی وو.
نن دوشنبه د ( اپریل ۲۱ مه) په ټول افغانستان کې له پنځه کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو پر ضد د واکسین کمپاین پیلیږي. له "پولیو څخه پاک افغانستان" په نوم بنسټ په خپله اېکس پاڼه له خلکو غوښتنه کړې چې خپل ماشومان واکسین کړي.
په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د دولتي ادارو یو شمېر کارکوونکي اندېښنه ښیي چې ګوندې د یو شمېر بستونو په له منځه وړلو به له دندو ګوښه شي. دوی ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، که له دندو لرې شي نو سخت اقتصادي ناورین سره به مخ شي.
نور راوښيه