ملګري ملتونه وايي په وروستیو اونیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ډیپورت پروسه چټکه شوې ده.
د طالبانو حکومت، په داسې حال کې چې پاکستان سره تجارتي لارې تړل شوي له ایران سره د سوداګري د زیاتوالي خبره کوي. ځینې کارپوهان دا پرمختګ په پاکستان باندې د افغانستان د تکیې کمولو لپاره یو مناسب بدیل ګڼي، خو ځینې نور ټینګار کوي چې له پاکستان سره تجارت یوه جغرافیایي اړتیا ده او کوم څرګند بدیل نه لري.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون ویلي یو لوړ پوړی تاجکستانی پلاوی کابل ته رسېدلی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ازموینو ملي ادارې په کابل کې د معالوجي طب او ستوماتولوجي له ۹ زره فارغانو څخه د ۱۴۰۴ کال ازموینه واخیسته.
د افغان شاعرې مژګان ساغر شعري ټولګه په مصر کې په عربي ژبه چاپ شوه. دا چې په خبره یې ډیری شعرونه یې پر افغان ښځو د طالبانو حکومت د محدودیتونو او ورنه اخیستل شویو ازاديو تصویر وړاندې کوي، مخکې یې یوه شعري ټولګه په جرمني ژبه هم چاپ شوې ده.
په داسې حال کې چې د اوکراین پر ملکي تاسیساتو د روسیې حملې روانې دي، پر پلازمېنه کییف او نورو ښارونو د مسکو پرونیو حملو یوشمېر کسان ووژل او د یوې امېندوارې ښځې په ګډون لسګونه نور یې ټپیان کړل.
ټاکل شوې چې د افغانستان د ښځو د ولسي محکمې پرېکړه د هالنډ په هاګ ښار کې په یوه ځانګړې غونډه کې اعلان شي.
فرانسوي چارواکي او تحلیلګر وایي، د نړۍ دوه بد نومو ترهګرو ډلو داعش او القاعده د پام وړ وده کړې، خو په وینا یې اروپا لپاره یې د ګواښونو کچه کمه شوې. دوی دغه څرګندونې د اسلامي دولت ډلې یا داعش له خوا د پاریس د خونړي برید د لسمې کلیزې په مناسبت کړي دي، هغه برید چې ۱۳۰ تنه په کې ووژل شول.
نن، د نومبر ۱۴مه، د دیابت یا شکر ناروغۍ نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې په شکر اخته یوشمېر ناروغان او د هغو کورنۍ وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله د دوامدارې درملنې توان نه لري.
ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې د پنجاب ایالت امنیتي چارواکي د «غیر قانوني» افغان کډوالو د راټولولو، نیولو او ډیپورت کولو په موخه هغو کسانو ته چې د دې کډوالو په اړه معلومات ورسره شریک کړي، نغدي جایزه وکوي.
نور راوښيه