د کابل ښار اوسېدونکې او د افغاني جامو، ګاڼو، دستکولونو او بېلابېلو نورو لاسي صنایعو جوړولو د یوې کارګاه مشره ده چې وایي له تېرو نږدې دوو کالو راهیسې یې د شدیدو محدودیتونو له امله په هېڅ ډول ملي او نړیوالو اقتصادي او سوداګریزو نندارتونو کې د ګډون چانس نه دی موندلی.
له زده کړو راګرځول شوې دا مېرمن چې له تېرو ۱۰ کالو راهیسې په دې برخه کې فعالیت کوي او شاوخوا ۲۰ نورې نجونې هم ورسره په کار بوختې دي، د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "ما یو نیم کال وړاندې یو دوه ځلې نندارتونونو کې ګډون وکړ، خو دې وروستیو کې موږ ته د ګډون اجازه نه راکول کېږي، دوی (طالبان) وایي چې باید محرم درسره وي، نو محرم کله تل موږ سره تللی شي، یا دې ټول وخت هلته له موږ سره کېني، نو له دې کبله مې نور نندارتونونو کې ګډون ونه کړای شو، نندارتون ډېر ښه و، ګټه یې کوله، خلکو او سوداګرو سره به اشنا کېدو، زموږ بزنس کارټونه به یې وړل."
د هرات ولایت اوسېدونکې او د زعفرانو د تولید د یو شرکت مشره ملیحه شمس چې له لسیزو راهیسې په دې برخه کې کار کوي، هم ورته شکایت لري.
تېر کال ما امام ابو حنیفه (رح) نندارتون کې ګډون کړی و، خو هېڅ ډول ګټه مې ترې ونه کړای شوه، ځکه چې دوی هېڅ نارینه ته اجازه نه ورکوله چې زموږ غرفې ته راشي
دې ازادي راډیو ته وویل: "دې نندارتون کې ښځو ته په اسانه د ګډون اجازه نه ورکول کېږي، تېر کال ما امام ابو حنیفه (رح) نندارتون کې ګډون کړی و، خو هېڅ ډول ګټه مې ترې ونه کړای شوه، ځکه چې دوی هېڅ نارینه ته اجازه نه ورکوله چې زموږ غرفې ته راشي یا موږ ورسره خبرې وکړو، له بده مرغه اوس نندارتونونو کې د ښځو د ونډې اخیستو اجازه نشته، مګر دا چې کوم نندارتون یوازې او مشخص د ښځو لپاره وي."
د دغه ولایت یوې بلې اوسېدونکې او د خیاطۍ کارګاه مشره چې د زعفرانو د تولید د یوه شرکت مشري هم کوي او د کرنیزو محصولاتو سوداګره ده، ازادي راډیو ته وویل، د دې لپاره چې ۲۵ تنه له زده کړو او دولتي او غیر دولتي ادارو راګرځول شوې نجونې او ښځې ورسره کار کوي، مجبوره ده چې خپل کار ته دوام ورکړي.
خو دې مېرمنې چې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ټینګار کوي چې له غوښتنو سره سره له تېرو څلورو کلونو راهیسې نه له هېواده بهر او نه په هېواد کې دننه ورته له نارینه محرم پرته نندارتونونو کې د ګډون اجازه ورکړل شوې چې په خبره یې ورځ تر بلې له ډیوالۍ سره مخ ده: "موږ ته خو هېڅ نندارتون یا کوم فعالیت ته چې مو په ګټه وي اجازه نه راکوي، نندارتون خو پرېږدئ حتی کله چې مو کوم دولتي ارګان کې کار بند وي، مثلا زما نن د کار جواز د تمدید اړتیا وه، خو دوی له چادري پرته هېڅ ښځې نه پرېږدي، نه خبرې ورسره کوي، موږ په بشپړ ډول ډیوالي شوې یو، میاشت کې حتی ۱۰۰ افغانۍ راته نه پاتې کېږي، ۳۵ پایه د خیاطۍ ماشینونه لرو چې د دې د مصرف او کارګاه کرایه ورنه کړای نه شم، مجبوره یم چې نور یې وتړم، که چېرې موږ ته د مجالسو او (نندارتون) اجازې راکول کېدای نن به ولې دومره شاته پاتې وو."
دا مېرمنې وایي که په سوداګریزو او اقتصادي نندارتونونو کې د غرفو اېښودلو او ګډون چانس ورکړل شي او لګول شوي محدودیتونه پرې کم شي، له دې لارې به له سوداګرو، پېرېدونکو او حتی نړیوال بازار د محصولاتو پلورلو او صادرولو قراردادونه ترلاسه او بازار موندنه به ورته اسانه شي.
که څه هم راپور کې د مرکه شویو مېرمنو د غوښتنو او شکایتونو په اړه د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو ټاکل شوې نن دوشنبه «د نومبر پر ۱۷مه» څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شي.
د طالبانو حکومت د «امارتي شرکتونو لوی ریاست» د یکشنبې په شپه ناوخته «د نومبر په ۱۶مه» پر خپله اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي چې د امام ابوحنیفه (رح) په نوم دا ملي او نړیوال نندارتون به د ۷ ورځو لپاره دوام ولري، د سیمې او نړۍ د ۱۵ هېوادونو په ګډون، شاوخوا ۱۸۰ غرفو کې به بهرني شرکتونه او سلګونه نورو غرفو کې به داخلي شرکتونه خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.
دې شرکت ویلي چې دې نندارتون کې د ایران د سوداګرۍ خونې، صنایعو، کانونو او کرنې پلاوی د ګډون په هدف کابل ته رارسېدلی چې په ټکو یې، ایران به هم په کې ۴۰ غرفې لري او ۱۰۰ سوداګر به یې ګډون وکړي.
بلخوا د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلوېزیون هم «د نومبر په ۱۶مه» پر خپله اېکس (پخواني ټویټر) خبر خپور کړی چې ټاکل شوې د روانې هجري شمسي میاشتې له ۲۶مې تر ۲۹مې به په ترکیه کې په یو نندارتون کې افغان سوداګر ګډون وکړي.
دې خبر کې په استانبول کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سوداګریزې اتشې سید حماد هاشمي په حواله راغلي چې په دغه نندارتون کې د افغانستان ۴۴ سوداګر ګډون کوي او د افغانستان د صادراتي توکو لپاره ۹ غرفې ځانګړې شوي چې زعفران، قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې، لاسي صنایع، وچه مېوه، غالۍ او نور توکي به پکې نندارې ته کېښودل شي.
خو د طالبانو حکومت په دې دواړو نندارتونونو کې د افغان ښځینه سوداګرو د ونډې او ګډون په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له تېرو څلورو کلونو راهیسې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار په ګډون د ګڼو نورو محدودیتونو ترڅنګ په اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو کې هم ورته د محرم لرل شرط ګرځولی، له نارینه سره سوداګریزې اړیکې یې ورته پېچلې کړي چې دوی یې د خپل کار، بازار موندنې او پرمختګ پر وړاندې سخت خنډونه بولي.