د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۱

د ملګرو ملتونو له خوا د غزې د پلان تصویب؛ د غزې بیا رغونه او د سوله ساتي ځواک استول یې مهمې برخې دي


د ټرمپ د غزې د پلان د تصویب شېبه
د ټرمپ د غزې د پلان د تصویب شېبه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان تصویب کړ.

روسیې او چین چې د ویټو حق درلود له رایې ورکولو ډډه وکړه او په دې ترتیب یې د دغه پریکړه لیک تصویب ته لار خلاصه کړه.

د دغه پریکړه لیک په اساس سیمې ته د نړیوالو ساتو ځواکونو د استولو اجازه ورکول کېږي.

اسراییل او د فلسطین وسله والې ډلې حماس، چې متحده ایالات او اروپايي ټولنه یې یوه ترهګره ډله ګڼي، تیره میاشت د غزې لپاره د ولسمشر ټرمپ د ۲۰ ماده ییز پلان لومړۍ مرحله ومنله، چې په دوه کلنه جګړه کې د اوربند او د بندیانو د تبادلې غوښتنه کوله.

د غزې ویجاړۍ
د غزې ویجاړۍ

خو د انتقالي ادارې د جوړولو او د هغو هېوادونو د ډاډمنولو لپاره چې غزې ته سوله ساتي ځواکونه لیږي د یاد پریکړه لیک تصویب اړین وو.

پریکړه لیک وايي چې د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه کولی شي د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ د سولې شورا سره یوځای شي. دا شورا به د غزې لپاره د بیارغونې او اقتصادي ثبات پروګرامونه وڅاري.

پریکړه لیک یو نړیوال ځواک ته هم واک ورکوي چې په غزه کې د بې وسلې کولو پروسه پلي کړي، چې پکې به د وسلو راټولول او د پوځي زیربناوو ویجاړول شامل وي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه بیان کې د ملګرو ملتونو له خوا د دغه پریکړه لیک له تصویبیدو هرکلی کړی دی.

هغه په خپله ټولنیزه شبکه تروث سوشیال کې په یوه بیان سره چې سپینې ماڼۍ هم خپور کړی ویلي: «ټولۍ نړۍ ته دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د دې فوق العاده رایې ورکولو په خاطر مبارکه وي. څو شېبې مخکې یې د سولې د هغه بورډ ملاتړ وکړ چې زه یې مشري په غاړه لرم او د نړۍ تر ټولو ځواکمن او درانه رهبران به پکې وي.»

ټرمپ دا د ملګرو ملتونو په تاریخ کې تر ټولو لوی تصویب بللی چې په خبره یې ټولې نړۍ کې به د لا زیاتې سولې لامل شي.

حماس بیا په یوه بیان کې ټینګار کړی چې وسلې نه سپاري او د اسراییلو په وړاندې یې جګړه یو مشروع مقاومت دی. په دې بیان کې، حماس د نړیوال ځواک له ځای پرځای کولو سره خپل مخالفت څرګند کړ.

د پرېکړه لیک له تصویب وروسته په یوه خپره شوې اعلامیه کې، حماس زیاته کړې چې "دا پرېکړه لیک په غزه باندې د نړیوال خوندیتوب میکانیزم تحمیلوي چې زموږ خلک او زموږ ډله یې مخالفت کوي."

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز وویل دا پرېکړه لیک، چې د ولسمشر ټرمپ د ۲۰ ټکو پلان پکې شامل دی، "د فلسطین د خپلواکۍ لاره پرانیزي ... چیرې چې جګړه؛ سولې او د سیاسي افق امکان ته لاره هواروي."

د فلسطین ادارې د پرېکړې هرکلی وکړ او ویې ویل چې په دې پلان کې د ګډون لپاره چمتو دی.

پرېکړه لیک په اسراییل کې هم له ګډو غبرګونونو سره مخ شوی، ځکه چې اسراییل باور لري دا پرېکړه لیک د خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو لپاره لاره هواروي، هغه مسله چې ښي اړخې ډلې او د دغه هیواد صدراعظم یې مخالفت کوي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG