د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۸

له کوچنیانو سره د تاوتریخوالي لاملونه او د مخنیوي لارې چارې یې څه دي؟


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د نومبر۱۸مه له ماشومانو د جنسي ګټې اخیستې د دوی له ځورنوې او ورسره د تاوتریخوالي د مخنیوي او درملنې نړیواله ورځ ده. یو شمېر افغانان چې په ماشومتوب کې د جنسي ځورونو، تېریو او ان بچه بازۍ یا د ځینو کورنیو لوڼې چې په کم عمر کې د کورني زور زیاتي قرباني شوې، وایي، بېلابېل ناوړه دودونه، اقتصادي ستونزې او زوراکي د دې لامل شوې چې دوی له دغو حالاتو سره مخامخ کړي. دوی وایي د وبېرې له امله یې هېڅ کله عدالت غوښتنه نه ده کړې او د جرمونو ترسره کوونکي یې ازاد ګرځي.

د افغانستان د کندز ولایت اصلي اوسېدونکې ۲۲ کلنه مهرماه هغه جنسیت بدلې ( ترانس جندره) افغانه ده چې وایي په ۱۳ کلنۍ کې په افغانستان کې په ځلونو د جنسي تېري، بچه بازۍ او فزیکي تاوتریخوالي قرباني شوې ده.

مهرماه چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته فرانسې ته کډواله شوې او اوس په پاریس کې په زده کړو بوخته ده، ازادي راډیو ته وویل، د جنیست له امله یې د پلار تر سخت تاوتریخوالي او وهلو ډبولو سره تر مخامخ کېدو وروسته له کوره وتښتېده، خو په کابل کې د خطرناکه او «بدتره» کسانو لاس ته ولوېده:

زه ( د نارینه وو یوې ډلې) وتښتولم، سالنګ ته یې بوتلم، سره له دې چې ډېره وړه وم، ما ته یې په زوره شراب (الکول) راکړل، ډېره یې ووهلم او پر ما یې هر ځل جنسي تېری کاوه.

"زه چې کابل ته ولاړم هڅه مې وکړه چې یو کار پیدا کړم، خو یو سړي له ځان سره بوتلم او د جنسي تیري هڅه یې راباندې وکړه. د دې لپاره چې ما هلته څوک نه درلودل، د ترانس جنسیتو له یوې ډلې سره یو ځای شوم، یوه میاشت وروسته، زه ( د نارینه وو یوې ډلې) وتښتولم، سالنګ ته یې بوتلم، سره له دې چې ډېره وړه وم، ما ته یې په زوره شراب (الکول) راکړل، ډېره یې ووهلم او پر ما یې هر ځل جنسي تېری کاوه. پولیسو هم همکاري نه کوله او موږ (له بېرې) شکایت هم نه شوای کولای."

مهرماه وایي د خپلې کورنۍ یوازینۍ جنسیت بدلې وه او له همدې امله له ښوونځي، له خپلې کورنۍ سره له اوسېدو او په ټولنه کې په امن کې له پاتې کېدو محرومه شوه، په داسې حال کې چې د ۱۳ کلونو ماشومه وه.

دا وایي تر اتلس کلنۍ پورې یوه زورواکي نارینه چې عمر یې تر دې درې چنده زیات و، د بچه بازۍ په هدف په جبري ډول ساتله.

د کابل د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکې ۱۳ کلنه مروه بیا هغه انجلۍ ده چې له زده کړو د محرومېدو او د کورنۍ د سخت اقتصادي وضعیت له امله یو ۲۵ کلن ځوان ته په زوره ور واده شوې ده.

مروه چې دوه کال وړاندې واده او تازه له تېرو ۳۰ ورځو راهیسې یې زوی زېږېدلی، د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل راپور کې یې غږ خپور شي.

خو مور یې د نوم نه خپرېدو او غږ د بدلول په شرط ازادي راډیو ته وویل چې مروه د خسرګنۍ د کورنۍ له خوا له سخت تاوتریخوالي سره مخ ده:

“ما مې لور په ۱۳ کلنۍ کې واده کړې، په ډېر کم عمر کې. زما مجبوریت دا و چې خپل ماشومان مې نور نشوای ساتلی. نوره یې له عهدې نشوای وتلی. د دې لپاره چې ما د خلکو کورونو او بلاکونو کې کالي پرېولل، په کور کې به نه وم، ما ویل چې په خپل بخت پسې ولاړه شي، خلک پسې خبرې ونه کړي. هغه مې واده کړه، بس د دنیا ظلم پر شوی.”

دوی داسې مهال د دې وضعیت د قرباني کېدو خبره کوي چې نن سه شنبې د «نومبر ۱۸مه» له ماشومانو د جنسي ګټې اخیستې د دوی له ځورنوې او ورسره د تاوتریخوالي د مخنیوي او درملنې نړیواله ورځ ده.

ملګرو ملتونو د دې ورځې په مناسبت پر خپله وېب پاڼه لیکلي چې په ټوله نړۍ کې، ګڼ ځوانان د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې قربانیان دي او دا سرغړونې پراخې دي، چې په ټولو هیوادونو او ټولنیزو طبقو کې لیدل کېږي.

ملګري ملتونه زیاتوي چې ماشومان، په ځانګړې توګه نجونې، د جنسي ځورونو، د جبري ناوړه ګټه اخیستنې اود انلاین او افلاین پلټفارمونو په ګډون تاوتریخوالي سره د مخ کیدو خطر سره مخ دي، چې په ټکو یې د وسله والو شخړو په جریان کې رامنځته کېږي.

د ملګرو ملتونو په ټکو، دا د قرباني شويو ماشومانو او د دوی د کورنیو پر فيزيكي، رواني او جنسي روغتیا او پرمختګ اوږدمهاله منفي اغیز لرلای شي.

دا سازمان وایي، ماشومانو ته دا ډول زیانونه رسول ان د شکنجې او نورو ظالمانه، غیر انساني یا سپکاوي چلند لامل هم ګرځېدلای شي.

ملګري ملتونه اندېښنه ښيي چې ډیری قربانیان او کورنۍ یې هیڅ کله د شرم له امله عدالت، درملنه یا ملاتړ نه شي غوښتلی.

دا هغه څه دي چې د ماشومانو او بشري حقونو ځینې افغان فعالین یې هم تایید او په اړه یې اندېښنه څرګندوي.

د ماشومانو د حقونو ځینې فعالان کورنیو او د ماشومانو سرپرستانو ته د دوی د حقونو د خوندیتوب او له ناوړه ګټه اخیستنې او تاوتریخوالي سره د مخ کېدو د مخنیوي لپاره ځینې سپارښتنې لري.

د ماشومانو د حقونو افغان فعال نجیب الله ببرکزي ازادي راډیو ته وویل:

"په هر حالت کې ماشومان ټولنیز ملاتړ ته هم اړتیا لري او فردي ملاتړ ته هم، خو په ټوله کې د ماشومانو د خوندیتوب مسئولیت د دولتونو، هغو هېوادونو چې د ماشومانو د حقونو کنوانیسیون ته ژمن دي یا یې دوی خپل قوانین لري، حاکمان او کورنۍ هم زښته زیات مسولیتونه لري، چې دوی باید د ماشومانو د زیانګالۍ دلایل وپېژني، او خپلو ماشومانو ته دا تګلارې وښیي چې کله له داسې مواردو سره مخ کېږي، پر هر محیط کې چې وي، یو مشر نه د مرستې غوښتنه وکړي."

د یادونې ده چې په افغانستان کې ډېری وخت کلتوري محدودیتونه د دې ناخوالو قربانیان په ځانګړې ډول له جنسي زورزیاتي او د جبري ودونو قرباني نجونې چوپتیا ته اړ باسي، او د دې مسایلو افشا کول او عدالت غوښتنه ورته تقریبا ناممکن کوي.

په راپور کې مرکه شوي کیان وايي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي د رسمي قانوني او محافظتي سیسټمونه ختم د ژوندي پاتې شویو لپاره د ناوړه ګټه اخیستنې راپور ورکول یا رواني او طبي ملاتړ ترلاسه کول نور هم ستونزمن شوي دي.

د یادونې ده چې د انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو د کارونې له زیاتېدو سره، انلاین جنسي ځورونې هم وخت ناوخت ګڼې اندیښنې او شکایتونه راپارولي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان وایي، په لومړي ځل یې په ۲۰۲۲ کال کې د «نومبر پر ۷مه» په خپله عمومي اسمبله کې د نومبر۱۸مه له ماشومانو د جنسي ګټې اخیستې د دوی له ځورنوې او ورسره د تاوتریخوالي د مخنیوي او درملنې د نړیوالې ورځې په توګه په دې هدف ونوموله چې د دې سازمان ټول غړي هېوادونه د ماشومانو د جنسي ځورونو، ناوړه ګټه اخیستنې او تاوتریخوالي د ټولو ډولونو د له منځه وړلو او مخنیوي او د قرباني شویو کسانو د عزت او درناوي او حقونو د ودې لپاره عدالت غوښتنه وکړي.


XS
SM
MD
LG