د ازبکستان ولسمشرشوکت میرضیاییف د یکشنبې په ورځ د "مرکزي آسیا ټولنې" په نوم د سیمه ییزې همکارۍ د یوه سازمان د رامنځته کیدو وړاندیز وکړ. هغه دا په سیمه کې له اتیا ملیونه د زیاتو کسانو لپاره د اقتصادي ادغام د پیاړتیا لپاره یوه هڅه وبلله.
د رویترز د راپورله مخې میرضیاییف په تاشکند کې د پخواني شوروي د پنځو جمهوریتونو او د اذربایجان مشرانو ته په وینا کې وړاندیزوکړچې د مرکزي آسیا د پنځو هیوادونو د مشرانو دغه منظمې غونډې دې د سیمه ییز بلاک په یوه رسمي چوکاټ کې پرغونډو بدلې شي. هغه د اقتصادي، امنیتي او چاپیریالي همکاریو د پیاوړتیا پراړتیا هم ټینګار وکړ.
قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان اوترکمنستان چې په منځنۍ آسیا پورې تړلي او د کانونو او انرژۍ بډایه زیرمې لري، په دودیز ډول له اقتصادي او سیاسي پلوه یې له روسیې سره نږدې اړیکې پاللي اوس لویدیځ ورته پام زیات کړی. پردې سیمې چین چې یو نږدې ګاونډی یې دی، هم د پام وړ سوداګریز نفوذ لري.
په راپورکې په دې اړه چې ایا د ازبکستان دې وړاندیزته نورو هیوادونو سمدستي غبرګون ښکاره کړی اوکنه، څه ندي ویل شوي، خو د ټولو پنځو هیوادونو مشرانو چې په تیرو څولسیزو کې یې ترمنځ کله ناکله اړیکي خرابې شوي، وروستیو کلونو کې ویلي چې د سیمه ایز ادغام پراخول غواړي.
د دې کال په پیل کې د سیمې دوو هیوادونو، قرغزستان او تاجکستان، خپل ترمنځ د اوږدې مودې سرحدي شخړې چې په نتیجه کې یې په سلګونو کسان ووژل شول، حل کړې.
د دې میاشتې په پیل کې د ټولو پنځو هیوادونو مشرانو په ګډه او همغږي ډول د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د خبرو اترو لپاره واشنګټن ته سفر وکړ.
میرضیایف دا هم وویل چې د منځنۍ آسیا د ټولو پنځو هیوادونو مشرانو دې ته رایه ورکړه چې اذربایجان دې هم چې د مرکزي آسیا برخه نده او په جنوبي قفقاز سیمې پورې تړلی او اکثریت اوسیدنکي یې مسلمانان دي، هم د دوی په منظمو غونډو کې شامل شي.
د ازبکستان د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر په وینا تاشکند د نومبر په ۱۵ او ۱۶ د مرکزي آسیا د هیوادونو د مشرانو د اومې مشورتي غونډې کوربه و. د دغو مشورتي غونډو مفکوره هم د ازبکستان ولسمشر د ۲۰۱۷ کال په سپټمبرکې د ملګروملتونو په عمومي اسامبله کې مطرح کړه او له هغې راهیسې یې ترمشرتابه لاندې د همکارۍ په مختلفو برخو کې له شلو ډیرې لویې غونډې ترسره کړي دي.