د کابل اوسېدونکې فریبا د درو معلولو ماشومانو مور ده.
د هغې مېړه په یوه دفتر کې د پاک کاري کوي او په خبره یې په ډېر بد وضعیت کې په یوه کرایي کور کې اوسي.
هغې د سې شنبې په ورځ د نومبر په ۱۸ مه ازادي راډیو ته وویل، د هوا په سړېدو سره د خوراکي او سون توکو په بیو کې هم لوړوالی راغلی چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي:
د سون توکو بیې هم ورځ تر بلې لوړیږي، د یوې بورې وړو په بیه کې له درې تر ۴ سوه افغانیو توپیر راغلی،
"د خوراکي او سون توکو بیې خورا لوړې شوي دي، په داسې حال کې چې هوا سړه شوې ده، د سون توکو بیې هم ورځ تر بلې لوړیږي، د یوې بورې وړو په بیه کې له درې تر ۴ سوه افغانیو توپیر راغلی، دغه شان د غوړیو او وریجو بیې هم لوړې شوي دي، زه درې معلول ماشومان لرم، ان د هغوی لپاره د درملو د اخیستلو توان نه لرم، د وړو او غوړیو اخیستل خو ډېره لیرې خبره ده."
د خوړو او سون توکو بیې یوازې په کابل نه بلکې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم لوړې شوي او د سیمې د اوسېدونکې ستونزې یې زیاتې کړي دي.
د ختیځ ولایت کونړ اوسېدونکی ناصر چې د یوې ۱۲ کسیزې کورنۍ سر پرست دی ازادي راډيو ته یې وویل:
"زه یو وړوکی سوزوکی موتر لرم، چې هره ورځ پرې له سل تر یونیم سل افغانیو ګټم، خو دا چې ژمی راورسېده، د خوراکي موادو بیې هم ورسره لوړې شوې، مخکې مې د وړو یوه بورۍ په ۱۲ سوه اخیسته خو اوس یې بیه ان ۱۷ سوه افغانیو ته رسېدلې ده چې موږ یې د اخیستلو توان نه لرو."
د کابل یو دوکاندار ظریف ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو دوه میاشتو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي تر دې چې بې وزله خلک یې د اخیستلو توان نه لري:
" یوه بورۍ اوړه چې په ۱۴ سوه افغانیو وه اوس یې بیه ۱۶ سوه ته رسېدلی ده، یوه بوشکه غوړي چې په ۱۶ سوه وو اوس ۱۹ سوه دي، خوراکي موادو په ټوله ګې ګران شوي دي، او خلک یې نه شي اخیستلی، خلک ډېر بې وزله دي، زه له همدې امله خوراکي مواد نه راوړم ځکه پلور یې کم دی."
خلک ډېر بې وزله دي، زه له همدې امله خوراکي مواد نه راوړم ځکه پلور یې کم دی
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې تازه د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي په یو راپور کې ویلي دي چې په ټول افغانستان کې د خوراکي موادو بیې لوړې شوي دي.
دغه سازمان پرون دوشنبه د نومبر ۱۷ مه په ریلیف ویب پاڼه په خپور کړي راپور کې ویلي سره له دې چې د اسعارو بیې ښې دي خو په افغانیو د خوراکي موادو بیې لوړې شوي او په افغانيو او ډالرو د بیو ترمنځ توپیر زیات شوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي د یو شمېر خوراکي موادو په بیو کې کم توپیر راغلی خو د راپور په ټکو د ژمي په موسم کې د افغانستان د یو شمېر ولایتونو په بازارنونو کې د فعالیت د کموالي له امله خلک د نرخونو له بدلونونو سره مخ دي.
د راپور له مخې د غنمو، وریجو او مالګې بیې د تېر کال په پرتله د پام وړ لوړې شوي، ان د سبزیجاتو بیې هم، خو د اوړو بیې بیا لږې لوړې شوي دي.
ډبیلو ایف پي ویلي د ډیزلو په بیه کې هم زیاتوالی راغلی، او بې کیفیته تیلو په وارداتو د محدودیتونو له امله د ترانسپورت لګښتونو زیات شوي او په بازارونو یې فشار راوستی دی.
دغه سازمان د تورخم پولې تړل د بیو د زیاتوالي اصلي لامل بللی دی.
ډبیلو ایف د بې کارۍ د پراخېدو د ستونزې په اړه هم ویلي زیاته کړې چې په ورځنۍ تخوا کار کونکي کارګران په اوسط ډول په اونۍ کې دوه ورځې کار مومي او په ورځني ډول یوازې ۳۰۷ افغانیۍ تر لاسه کوي په داسې حال کې چې د دغه سازمان په خبره د تېر کال په پرتله کمې دي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د کډوالو پراخه راستنېدنې هم د کار په بازار سخت فشار راوستی دی.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخوند زاده په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د اکتوبر په ۱۹ مه د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د لوږې د شدت په اړه خبرداری ورکړی وو او ویلي وو چې په دې هیواد کې د خوارځواکۍ کچه په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو ده.
دغه سازمان دغه شان د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو بل راپور کې ویلي وو په افغانستان کې داسې مهال خوړو ته اړتیاوې په چټکۍ زیاتېږي چې د دوی بودجه مخ په کمېدو ده.
د نړیوالو سازمانونو د شمېرو له مخې دا مهال د افغانستان له ۲۳ میلیونو ډېر اوسېدونکې بشري مرستو ته اړتیا لري.