د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۴

د اروپا فضایي اداره وايي، که لازمه بودیجه ترلاسه نکړي نو به فضایي څیړنو کې له نورو سیالانو ډیره شاته پاتې شي


د اروپا د فضايي ادارې، ESA عمومي رییس جوزیف اشباخر د دوشنبې په ورځ وویل چې د دې ادارې له غړیو هیوادونو یې د راتلونکو درې کلونو لپاره د ۲۲ ملیارډ ایرو چې ۲۵ نیم ملیارډ ډالره کیږي، د بودیجې غوښتنه کړې ده. هغه د جرمني ډي پي آې خبري آژانس ته وویل چې ښایي غړي هیوادونه دومره بودیجه تصویب نکړي خو دا اداره دغې بودیجې ته ځکه اړتیا لري چې له نورو سیالانو شاته پاتې نشي. په پام کې ده چې د انګلستان او سویس په ګډون د اروپایي ټولنې د ۲۳ غړیو هیوادونو اړوند وزیران د نومبرد میاشتې په ۲۶ او ۲۷ نیټه د جرمني په برمین ښارکې جرګه شي او د دغې وړاندیز شوې بودیجې په اړه خبرې وکړي. وروستي درې کاله د دې ادارې بودیجه ۱۷ ملیارډ ایرو وه چې وړاندیز شوې بودیجه اولس سلنه زیاتوالی ښي.

اشباخبر وویل چې په فضایي څیړنو کې اروپا له خپلو سیالانو څخه د وروسته پاتې کیدو له خطر سره مخ ده. د نوموړي د شمیرو له مخې تېر کال د نړیوالو فضایي څیړنو لګښتونه ټولټال ۱۲۲ ملیارد یورو وو، چې ۶۱ سلنه یې په متحده ایالاتونو، ۱۵ سلنه په چین او یوازې ۱۰ سلنه په اروپا پورې تړلي وو.

هغه دا نه یوازې د هغوی لپاره چې فضا ته په سفرکولو کې ښکیل دي، یوه لویه ستونزه وبلله بلکې د پراخې ټولنې لپاره هم چې په خبره یې د فضایي څیړنو له لاس ته راوړنو په ورځني ژوند کې کاراخلي، یوه ستونزه یاده کړه. ښاغلي اشباخر زیاته کړه "که موږ دغه غوره پانګونه چې تراوسه یې په صنعتي ظرفیتونو کې لرو، ونکړو نوبه له بازار څخه وایستل شو."

د نوموړي په وینا د هوا او اقلیم اټکلونه او وړاندوینې تر ۸۰ سلنه پورې د سپوږمکیوله خوا پرثبت شویو معلوماتو ولاړه ده او د کشتیو د لارو مسیرونه او مخابرات هم په فضایي ټیکنالوژۍ پورې تړلي دي.

XS
SM
MD
LG