د ایران د بشري حقونو یوه څارونکي بنسټ حال وش د ایران په سیستان بلوچستان ایالت کې د هغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري د لږ تر لږه اووه افغان پناه غوښتونکو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
دغه سازمان د یکشنبې ورځې ماښام ناوخته د نومبر په ۱۶مه په خپل انسټاګرام د یوې وېډیو په خپرولو سره ویلي چې دا پېښه د دې ایالت په سراوان سیمه کې د تېرې جمعې په ورځ د نومبر په ۱۴مه شوې ده.
ایراني چارواکو سمدستي د دغې پېښې اړوند څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ایران ته د ناقانونه کډوالو د وراوښتو په وړاندې د جدي اقداماتو خبرداری ورکړی دی.
د حال وش سازمان په راپور کې راغلي چې ایراني پوځیانو د سپکو او نیمه درنو وسلو په ډزو سره دا افغانان هدف ګرځولي او یو شمېر یې ټپیان کړي هم دي، خو دغه بنسټ یې شمېر نه دی ښودلی.
د حال وش د بشري حقونو سازمان چارواکو د دغې پېښې د لازیات څرنګوالي په اړه د ازادي راډیو پرله پسې اړیکې ځواب نه کړې، خو دغه بنسټ په خپل راپور کې ویلي دوی لا هم هڅه کوي چې په پېښه کې د وژل شویو او ټپیانو دقیق شمېر معلوم کړي.
دغه بنسټ د پېښې یوه وېډیو هم خپره کړې چې په کې مړي او وینې ښکاري، خو ازادي راډيو په خپلواکه توګه دغه وېډیو نه شي تأییدولی.
حال وش همدارنګه زیاته کړې چې ایراني پوځیانو لسګونه افغانان چې ایران ته وراوښتي وو نیولي او په زاهدان کې یې د ډيپورټ کمپونو ته استولي وو چې ظاهراً د شنبې په ورځ افغانستان ته لېږل شوي.
سراوان چې له پاکستان سره ګډه پوله لري او د افغانستان له څو سرحدي سیمو سره هم نږدې ده ایران ته د افغان کډوالو د ور اوښتو یوه عمده لار بلل کېږي.
په همدې حال کې د پېښې د یو شمېر قربانیانو کورنۍ وايي، دغه کسانو غوښتل د ایران له لارې په قاچاقي ډول ترکیې او له هغه ځایه اروپا ته واوړي.
د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد سلیمان ازادي راډيو ته ادعا وکړه چې یو نږدې خپلوان یې څه موده مخکې غوښتل د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته واوړي، خو په خبره یې تېره جمعه «د نومبر ۱۴مه» د ایران په پوله د هغه هېواد د ځواکونو له لوري په بې رحمۍ سره په ډزو وژل شوی و.
نوموړي وویل وژل شوی حمید الله نومېده، ۲۸ کاله عمر یې درلود او د درې خویندو یوازنی ورور و چې د اقتصادي ستونزو له امله د ښه ژوند په هیله له کوره وتلی و:
هغه درې خویندې درلودې، ډېر خراب اقتصاد یې درلود، غوښتل یې د کار په لټه ایران، ترکیې او بیا اروپا ته واوړي، خو له بده مرغه لاره کې دا مرګونې پېښه شوې دهد لوګر و اوسیدونکی
دی له حمیدالله سره د ځینو تلونکو کسانو له قوله ادعا کوي چې په پېښه کې یو شمېر نور کسان هم وژل شوي، خو په خبره یې د شمېر په اړه یې معلومات نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د حال وش د راپور له مخې نږدې ۱۰ ورځې وړاندې هم په همدې سیمه کې د ایراني سرحدي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه ۲۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د محمد اغا په نوم د بغلان ولایت د پخلمري ولسوالۍ یوه اوسېدونکي هم ازادي راډيو ته ادعا وکړه چې په هغه پېښه کې یې یو نږدې خپلوان وژل شوی و.
د محمد اغا د ادعا له مخې چې دی هم د وژل شوي خپلوان سره د ځینو تلونکو کسانو له قوله یې کوي، په هغه پېښه کې اته کسان وژل شوي و چې یو یې د بدخشان او نور د افغانستان د نورو سیمو اوسېدونکي وو:
«دا ټول اته کسان وو یو په کې زموږ د کورنۍ نږدې غړی و، دا پېښه د سراوان او د مشکل ترمنځ سیمه کې شوې وه، دوی چې غوښتل هلته له موټرو کوز شي چې کمین ورته نیول شوی و او ډزې پرې شوې وې.»
دی په افغانستان کې د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې له ایران سره د ډیپلوماټیکي چینلونو له لارې د دغه پېښو څېړنه وکړي او عاملینو ته یې سزا ورکړل شي.
دوی دغه راز دا غوښتنه هم کوي چې طالبان دې په کور دننه افغانانو ته د کار موندنې په برخه کې هڅې وکړي تر څو افغانان نورو هېوادونو ته د کار کولو لپاره په سختو لارو د تګ زړه ښه نه کړي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.
پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واک وروسته د بې کارۍ او بې وزلۍ د زیاتېدو راپورونه ورکول شوي چې له امله یې زیات شمېر افغان ځوانان د کار په لټه په سختو قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي.
ایران او ترکیه اروپا ته د قاچاقي لارو تر ټولو اسانه، خو مرګونې لاره بلل کېږي چې د راپورونو له مخې هر کال پرې سلګونه افغانان تګ ته زړه ښه کوي او یو شمېر یې له دغه ډول مرګونو پېښو سره مخ کېږي.
د تېر ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۱۴مه حال وش د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري د سیستان بلوچستان په سراوان سیمه کې په ۳۰۰ افغان پناه غوښتونکو د ډزو او چاودونو خبر ورکړ او په یو راپور کې یې وویل چې په دې پېښه کې لږ تر لږه د ۶۰ او ۷۰ ترمنځ افغانان وژل شوي دي.
که څه هم د ایران حکومت په رسمي ډول دغه پېښه رد کړه، خو د اکټوبر په ۳۱مه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې وویل چې په دې اړه د دوی پلاوي موندلي چې ایراني ځواکونو په افغانانو ډزې کړي او لږ تر لږه درې کسان یې وژلي او ۲۳ نور یې ټپیان کړي دي.
د طالبانو حکومت په رسمي اعلامیه کې ویلي و چې د پېښې یو شمېر ټپیان او وژل شوي افغانستان ته انتقال شوي او د نورو د انتقال پروسه روانه ده.
په اعلامیه کې که څه هم د نورو څېړنو خبر هم ورکړل شوی و، خو د څه د پاسه یو کال په تېرېدو د دغه پېښې وروستي جزئیات لا هم له رسنیو سره شریک نه شول.
له دې وړاندې وړاندې د ۲۰۲۰ په مې میاشت کې د افغانستان پخواني جمهوري حکومت ویلي و چې ایراني ځواکونو ۴۶ افغان کارګر چې غوښتل یې دغه هېواد ته داخل شي، سیند ته غورځولي چې ۱۲ تنه یې مړه شوي، ۱۷ یې ورک او ۱۷ نور ژوندي ژغورل شوي، خو ایراني چارواکو هغه مهال هم دا پېښه رد کړې وه.
له دې پېښې څو اوونۍ وروسته په ایران کې ایراني عسکرو د افغان کډوالو په یو موټر ډزې وکړې چې له امله یې موټر اور اخیستی و، درې تنه پهکې وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو.
ایران هغه مهال ویلي وو چې د پېښې له عاملینو سره به قانوني چلند وشي.