د نویو بدلونونو په طرحه کې، هغه کسان چې د پنا غوښتنې یې منل کیږي، باید شل کاله صبر وکړي او بیا د دایمي هستوګنې یا اقامې غوښتنه وکړي.
پخوا دغه موده پنځه کاله وه او پنا غوښتونکو کولای شوای تر پنځو کلونو تېرولو وروسته د بریتانیا دایمي اقامه ترلاسه کړي.
د نویو بدلونونو یوه برخه داده چې د پناغوښتونکو قضیې به په هرو دوه نیمو کلونو کې یوځل ارزول کیږي او که یې اصلي هېوادونه خوندي وګڼل شي، بیرته به لېږل کیږي.
د بریتانیا د حکومت نوې هڅې د دې لپاره دي چې د فرانسې یا مانش کانال له لارې په ربړي بیړیو کې د کډوالو د ورتګ مخه ډب کړي.
یوازې د همدې کال له پيله له همدې لارې شاوخوا ۳۹ زره کډوال بریتانیا ته رسیدلي دي.
په بریتانیا کې د پناغوښتنې بې ساري کچې ته لوړې شوي او د راپورونو له مخې له تېر یوه کال راهیسې ۱۱۱ زره کسانو دغلته د پنا غوښتنه کړې.
د دغو پنا غوښتونکو ډیره برخه د افغانستان، ایران، پاکستان، بنګله دیش، سوریې او یوشمېر افریقایي هېوادونو اتباع دي.
داسي ښکاري چې د حکومت نوې طرحه به پارلمان کې د کین اړخو قانون جوړونکو له مخالفت سره مخامخ شي.
د کډوالو د ملاتړ سازمانونو او شوراګانو هم مخکې له مخکې دغه طرحه " تاوتریخجنه او غیر ضروري" بللې ده.