د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۹

د غزې په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک په اړه د نړیوالو غبرګونونه دوام لري


د غزې په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک په اړه د نړیوالو غبرګونونه دوام لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په یوه بیان کې چې نن سې شنبې یې خبریالانو ته استولی، د غزې لپاره د امریکا په ملاتړ د پریکړه لیک تصویب په سیمه کې د اوربند د ټینګښت لپاره یو مهم ګام وباله.

ګوتریش وویل: "اوس دا اړینه ده چې دغه ډیپلوماټیک حرکت په عملي او بیړني ډول اړینو ګامونو ته واړول شي." نوموړي زیاته کړه چې ملګري ملتونه په غزه کې د بشري مرستو د زیاتولو لپاره ژمن دي.

ګوتریش دا هم وویل چې دا مهمه ده چې د امریکا د پلان دوهم پړاو ته چې سیاسي پروسه او د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د دوو دولتونو د رامنځ ته کولو حل لاره ده، لاره هواره کړي.

د اسراییل ولسمشراسحاق هیرزوګ د امنیت شورا له خوا د تصویب شوي پریکړه لیک هرکلی وکړاو هغه یې یوتاریخي اقدام وباله.

ښاغلي هیرزوګ په یوه اعلامیه کې چې نن سې شنبې د هغه د دفتر له خوا خپره شوې ویلي، "زه غواړم ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د دې مهمې لاسته راوړنې مبارکي ووایم." هغه همدارنګه له اروپایي هیوادونو وغوښتل چې فلسطیني مشرتابه ته دا واضح کړي چې باید اصلاحات پلي او د ترهګرو له تمویل څخه لاس واخلي. اسراییل تل پرفلسطیني ادارې چې د لویدیځې غاړې پرځینو برخو کنټرول لري، انتقاد کړی چې هغو کسانو ته پیسي ورکوي چې د اسراییل په زندانونو کې ساتل کیږي او هم پراسراییل د حمله کونکو د کورنیو غړي تمویلوي.

نوموړي د غزې د بیارغونې چې د امنیت شورا په تصویب شوي پریکړه لیک کې یې یادونه شوې او د اوسیدونکو لپاره یې د ښه ژوند خبره شوې، ملاتړوکړ.

فلسطیني ادارې هم د ملګروملتونو د امنیت شورا د دغه پریکړه لیک چې دیارلسو غړیویې ملاتړوکړ او روسیې او چین ورته له رایې ورکولو ډډه وکړه، ملاتړوکړ.

د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزارت په ایکسپاڼه کې لیکلي چې فلسطیني اداره د ملګرو ملتونود پریکړه لیک د تصویب د هرګلي ترڅنګ د غزې لپاره د امریکا د سولې د پلان د سملاسي پلي کولو پر اړتیا ټینګار کوي.

د جرمني بهرنیو چارو وزیریوهان واډفول هم د امنیت شورا لخوا په غزه کې د سولې لپاره د امریکا د پلان د تصویب هرکلی وکړاو زیاته یې کړه چې دغه پریکړه لیک ښيي چې د ملګرو ملتونو سیسټم موثردی.

له پلان سره سم په غزه کې یوسوله ساتی نړیوال ځواک ځای پرځای کیږي او په راتلونکې کې د فلسطینیانو د یوه خپلواکه دولت جوړیدو ته لار پرانیستل کیږي.

اسراییل او فلسطیني وسله والې ډلې حماس، چې متحده ایالات او اروپايي ټولنه یې یوه ترهګره ډله ګڼي، تیره میاشت د غزې لپاره د ولسمشر ټرمپ د ۲۰ مادو د پلان لومړۍ مرحله ومنله، چې په نتیجه کې یې په غزه کې اوربند وشو او د دواړو لورو ترمنځ د یرغملو او بندیانو د تبادلې بهیرپیل شو.

خو په غزه د انتقالي ادارې د جوړولو او د هغو هېوادونو د ډاډمنولو لپاره چې غواړي غزې ته سوله ساتي ځواکونه ولیږي، د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک تصویب اړین وو.

د دغه پریکړه لیک له مخې د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه کولی شي چې د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ د سولې له شورا سره چې د غزې د بیارغونې او اقتصادي ثبات پر پروګرامونو به څارنه کوي، یوځای شي.

XS
SM
MD
LG