په هغو ویډیوګانو کې چې لاریون کوونکو ازادي راډیو سره شریکې کړي، لیدل کېږي چې لسګونه کسانو په لاریون کې برخه اخیستې وه.
دوی په خپل لاریون کې ټینګار وکړ چې د تاوتریخوالي کمولو او دایمي ستونزو د حل لپاره، دواړه هیوادونه باید د خبرو اترو او تفاهم لاره غوره کړي.
شاه خالد، چې د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل کې د سیمه ییز حکومت استازی او د لاریون کوونکو له ډلې دی، وویل چې دوی غواړي چې د تورخم لاره ژر تر ژره د خلکو، سوداګرۍ او ناروغانو پر مخ پرانیستل شي.
ده ازادي راډیو ته وویل:“په دې اعتراض کې سیاستوالو، کاراوباریانو، کارګرانو او عامو خلکو ټولو ګډون کړی و، موږ ځکه اعتراضي ټولېدنه وکړه چې له د دواړو هېوادونو له چارواکو مو وغوښتل چې په سیمه کې نه ناامنۍ او نه هم بې روزګارۍ لپاره ځای او فرصت شته، او د دواړو خواوو له مسولینو مو وغوښتل چې دا شخړې د خبرو له لارې حل کړي او سرحد په بېړنۍ توګه د عامو خلکو، سوداګرو او ناروغانو پر مخ په بشپړ ډول پرانیزي.”
په تورخم کې یو شمېر سوداګرو او د سوداګریزو توکو صادرونکو چې په لاریون کې یې برخه اخیستې وه وویل چې د دې اعتراض هدف د سوداګرۍ بیا پیلول او د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره د خبرو اترو له لارې د ستونزې حل کول دي.
له دې ډلې قاري نظم ګل شینواري ازادي راډیو ته وویل:“زموږ اعتراض د دې لپاره و چې باید کار اوبار بیرته پیل شئ او دواړه هېوادونه خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي؛ یو چارواکی دې کابل ته ولاړ شط او بل دې اسلام اباد ته راشئ چې دا مسله د مذاکرې له لارې سره ښه حل کړي، دواړو هېوادونو ته سخت زیانونه اوړي او باید سوداګر، کسبګر او ترانسپورتران د دې زیانونو له دوامه وساتل شي.”
د یو ترانسپورتي شرکت مالک چې د تورخم پولې له لارې د پاکستان بېلابېلو ښارونو ته سوداګریز توکي لیږدوي وايي چې په تیرو پنځو اونیو کې یې لسګونه زره ډالر زیان کړی دی.
ده چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډیو وویل:“ګدامونو ته د پیسو ورکړه یو خوا، د مالونو د ښکته پورته کولو لپاره کاریګرو ته د پیسو ورکړه بلخوا، دغه شان هغه مالونه چې په دې لړ کې له منځه ځي، بل زیان دی چې موږ ته راواردېږي، هغه زیانونه چې موږ ته تر اوسه راوښتي شاوخوا ۴۰ نه تر ۴۵ زره ډالره دی، ان ځینې توکي مو په موقتو ساتنځایونو کې ایښي او راوېستلي مو لا نه دي، ځکه د دې توکو د ساتلو لپاره مناسب ګدامونه نشته، نه یوازې زه بلکې داسې خلک هم شته چې سلګونه زره ډالر یې زیان کړی دی.”
پاکستان د تورخم پوله او له افغانستان سره نورې لارې د دواړو خواوو ترمنځ له نښتو وروسته له شاوخوا پنځو اونیو راهیسې تړلې دي.
که څه هم د طالبانو حکومت تل د افغانستان خاورې د کارولو او په افغانستان کې د پاکستان ضد ډلو د شتون تورونه رد کړي دي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د جمعې په ورځ « دنومبر په ۱۴مه» په یوه خبري غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له افغانستان سره سوداګري او ټرانزیټ یوازې هغه وخت ممکن دی چې "د افغانستان د طالبانو رژیم" د هغو پاکستاني ضد عناصرو پر وړاندې ښکاره اقدام ونه مړي چې د ده په خبره یې، د دوی له خاورې فعالیت کوي.
نوموړي زیاته کړې چې د انسان د ژوند ارزښت د هر کاروبار له ارزښته لوړ دی، او دا د دوی دریځ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د چهارشنبې په ورځ د«نومبر په ۱۲مه» له افغان صنعتکارانو او سوداګرو سره په یوه غونډه کې دوی ته له پاکستان سره د خپلو سوداګریزو قراردادونو د پای ته رسولو لپاره درې میاشتې ضرب الاجل وټاکه.
برادر خبرداری ورکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې به تر هغه وخته وځنډول شي تر څو چې اسلام آباد دا تضمین نه کړي چې په هیڅ حالت کې به سوداګریزې لارې نه بندوي.
که څه هم له نښتو وروسته د دواړو هېوادونو استازو په دوحه او استانبول کې درې ځله سره ولیدل، خو په دې غونډو کې د اوربند غځولو پرته کومه مشخصه موافقه ونه شوه.
ځینو پاکستاني رسنیو د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د دغو لارو د تړلو په لومړیو ۲۴ ورځو کې، د دواړو خواوو سوداګرو ته ۲۰۰ میلیونه ډالر زیان اوښتی دی.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خان جان الکوزي تېره اونۍ ازادي راډیو ته وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو د تړلو له امله، افغان سوداګرو ته لږ تر لږه ۱۰۰ میلیونه ډالر زیان اوښتی دی او د زیانونو کچه هره ورځ مخ په زیاتېدو ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، هره ورځ شاوخوا دوه زره سوداګریز موټرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کوي، چې د میاشتې سوداګریز حجم یې ۲۰۰ میلیونه ډالر دی.