له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق یونیسف ویلي، د افغانستان په شمال کې، دوه اوونۍ مخکې زلزلې له اته سوو ډیر کورنه ویجاړ کړي او له دوه زرو زیات یې زیانمن کړي دي. یونسف وايي، له دې امله زرګونه کورنۍ د ژمې په دې سړو کې په لنډمهاله سرپناوو یا هم خپلو ګاونډیانو کره اوسي. دغه اداره زیاتوي چې د دې زلزلې له امله لسګونه ښوونځي او ښوونیز مرکزونه وران شوي او نېږدې شل د اوبو زیرمې هم له کاره لوېدلي دي. په همدې حال کې د بلخ او سمنګان یو شمېر اوسېدونکي چې په زلزله کې یې کورونه ویجاړ شوي وايي، اوس مهال په یخه هوا کې له خپلو کوچینو ماشومانو سره تر خیمو لاندې ژوند کوي. د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونیسف وايي د افغانستان په شمال کې د نومبر د دریمې نیټې له ۶،۳ درجه زلزلې نږدې دوه اونۍ وروسته، یې د ویجاړۍ ریښتینې کچه څرګنده شوې ده.
دغه سازمان په خپل تازه راپور کې چې پرون دوشنبه د نومبر ۱۷ مه یې د ملګرو ملتونو سازمان اړوند ریلیف ویب پاڼه کې خپور کړی ویلي، په اغیزمنو سیمو کې، ۸۷۴ کورونه ویجاړ شوي او ۲۱۵۳ نور زیانمن شوي، چې زرګونه کسان اوس له سختې یخنۍ سره مخ دي او په موقتو سرپناوو کې اوسېږي یا هم ګاونډیانو ورته ځای ورکړی دی.
د یونیسف په وینا، د ارزونې له مخې دې زلزلې په ۲۶ سیمې کې ورځنی ژوند ګډوډ کړی، ښوونځي او د زده کړې ځایونه، چې شمیریې ۹۱ ته رسیږي، زیانمن شوي دي؛ د اوبو ۱۸ سرچینې هم نور د کارولو وړ نه دي؛ او همدارنګه د حفظ الصحې وضعیت هم هیڅ ښه نه دی، چې ډیری سیمې د صابون او د لاس مینځلو له اسانتیاوو بې برخې شوې دي.
یونیسف دغه شان وايي چې، پر ماشومان او هغوی چې د دوی سرپرستي کوي رواني فشارونه هم زیات شوي او د ژمي لپاره اړتیاوې هم ورځ بلې ته زیاتېږي.
د راپور په ټکو، د دغې زلزلې د زیانونو په اړه د ګډې ارزونې نتیجه ښیي چې په شپږو ولایتونو کې ۲۶ کسان وژل شوي، ۱۱۷۲ ټپیان شوي، او ۳۰۲۷ کورنۍ اغیزمنې شوي دي.
په همدې حال کې د بلخ او سمنګان یو شمېر اوسېدونکي چې په زلزله کې یې کورونه ویجاړ شوي وايي، اوس مهال په یخنۍ کې له خپلو کوچینو ماشومانو سره تر خیمو لاندې ژوند کوي.
د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ یوه اوسېدونکې میر احمد احمدي ازادي راډيو ته وویل:
له کله چې زلزله شوې، هوا ورځ تر بلې یخیږي، په خیمو کې ژوند کوو، له یوې خوا بې وزلي له بله خوا بې کارۍ سخت ځپلي یو، کور مو زلزلې ړنګ کړی
"له کله چې زلزله شوې، هوا ورځ تر بلې یخیږي، په خیمو کې ژوند کوو، له یوې خوا بې وزلي له بله خوا بې کارۍ سخت ځپلي یو، کور مو زلزلې ړنګ کړی او اوس د مرستو په تمه یو باید زموږ غم وخوړل شي."
د سمنګان د تاشقرغان سیمې یوه اوسېدونکې خان زمان هم ازادي راډیو ته وویل، چې په دغه زلزله کې یې ټول کور نړېدلی او اوس مهال په ډېره سخته کې ژوند کوي.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل:
"کورونه مو زلزلې ړنګ کړي دي، ماشومان او زنانه په دې یخنۍ کې تر خیمو لاندې له سختو ستونزو سره مخ دي، هیڅ نه لرو، د پام وړ مرسته هم نه ده شوې او موږ له سختو ستونزو سره مخ یو."
د یادولو ده چې د نومبر په دوهمه د رېښتر په ۶،۳ درجې زلزلې د افغانستان یو شمیر شمالي ولایتونه په ځانکړي ډول بلخ او سمنکان اغیزمن کړل، زلزله ځپلې کورنۍ د طالبانو له حکومت او نړیوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي اداره اوچا وايي، د زلزلې له نېټې راهیسې همکارو بنسټوڼو یې دوه لکه او یولس زره کسانو سره مرستې کړي خو زیاتوي چې ستونزو ته د ځواب ویلو لپاره بودجه کمه ده او د اړتیا وړ څه باندې ۱۱۰ میلیونه ملیونه ډالره بودجې څخه تر اوسه یوازې ۳۵ میلیونه ډالره بودجه ترلاسه شوې ده.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چار وزیر امیرخان متقي بیا تازه د سکټوري وزارتونو او افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ پنځمه غونډه کې ویلي، نړیوالې ادارې باید بشري موضوعات له سیاست سره ونه تړي.
نوموړي د سه شنبې د ورځې په دې غونډه کې ملګري ملتونه په دوه ګونۍ چلند تورن کړي او ویلي یې دي چې د دغه سازمان ډیری برخې په بشري برخو کې کار کوي، خو په عمل کې بشري مرستې له سیاست سره تړي، چې دا چاره به د مرستو او همکارۍ پروسې ته زیان ورسوي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یونما د امیر خان متقي د دې تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
هېره دې نه وي چې د روان کال د اګست په ۳۱ مه د رېښتر په کچه ۶ درجې زلزلزې د افغانستان ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول کونړ کې هم سختې ویجاړۍ رامنځته کړې.
کونړ کې د دې زلزلزې له امله ۲۲۰۰ څخه ډیر کسان مړه، نږدې ۴۰۰۰ یې ټپیان او شاوخوا ۷ زره کورونه ویجاړ کړل،
چې زلزله ځپلي لا هم تر خیمو لاندې په ناچیزو امکاناتو ژوند کوي او په وار وار یې ازادي سره په خبرو کې دوی ته د لا پام اړونې غوښتنه کړې ده.