د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای اېم اېف وايي پاکستان د پور اوسنی پروګرام په کلکه پلي کړی


ای اېم اېف پاکستان ته ۷ اربه روپۍ قرض ورکول منظور کړي‌ دي.
ای اېم اېف پاکستان ته ۷ اربه روپۍ قرض ورکول منظور کړي‌ دي.

د پاکستان حکومت او د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د اوه اربه ډالرو د تمدید شوي فنډ د اسانتیا لومړۍ بیا کتنه بشړه کړه.

د پیسو نړیوال صندوق د مارچ پر ۱۴مه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې د پاکستان حکومت د لګښتونو د کنټرول او په ځانګړي ډول د پراختیايي پروګرام له لارې د مالي اهدافو ساتلو ته ژمن دی.

په بیان کې وړاندې راغلي، د پاکستان حکومت د پور اوسنی پروګرام په کلکه پلي کړی او د اوه اربه ډالرو د پروګرام د بیا کتنې لپاره ورسره خبرې شوې دي.

ای اېم اېف وايي، له پاکستان سره یې د اقلیمي بدلون د تمویل او د پورونو د بیرته ورکولو په لارو چارو هم خبرې اترې کړې دي.

د پیسو نړیوال صندوق وايي، د پاکستان حکومت د پورونو د کمولو لپاره سخت اقتصادي اقدامات کړي دي او په ګرانۍ د قابو موندلو لپاره یې هم سخته پالیسي جوړه کړې ده.

د ای اېم اېف د اجرایوي بورډ له تصویب وروسته به پاکستان ته د یو ارب ډالرو څخه د زیاتو پورونو قسط ورکړل شي.

په ۲۰۲۵ز کال کې د پاکستان اقتصادي وضعیت څنګه کېدای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:13 0:00

د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) يو پلاوی د مارچ پر درېیمه اسلام باد ته تللی وو چې له پاکستاني چارواکو سره دغه هېواد ته د پور ورکولو په اړه خبرې اترې وکړي.

هغه مهال د پاکستان د خزانې وزارت ویلي وو چې د نېتن پورټر په مشرۍ دا نهه کسیزه پلاوی به پاکستان ته د يو ارب ډالرو د ورکړې په اړه خبرې وکړي. دا د ای اېم اېف د هغه اووه اربه امریکايي ډالرو د قرض برخه ده چې پاکستان ته یې ورکول منظور شوي وو.

د دواړو غاړو ترمنځ پرېکړه شوې وه چې د پور ورکولو د طریقه کار سره سم به د هر قسط تر ورکولو وړاندې د ای ایم ایف وفد د پاکستان دوره کوي چې پکې به د پور لپاره د ټاکل شویو شرطونو جاج اخیستل کېږي.

د پاکستان حکومتونو په تېرو کلونو کې د ای اېم اېف د پور د پروګرامونو شرطونو پوره کولو لپاره یو لړ اقدامات کړي دي چې پکې کفایت شعاري، د سرکاري لګښوتو کمول، پر انرژۍ او نورو شیانو رعایت ختمول، نوي ټیکسونه لګول او د مالیو غونډولو نظام پراخول شامل دي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ۲۰۲۴ کال په جون کې ويلي‌ وو چې حکومت يې د "وروستی ځل" لپاره د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه پور اخلي. هغه د جون پر۱۵مه د پاکستان ولس ته په وينا کې وويل چې اوسمهال له دېوالیه کېدو څخه د هېواد ژغورلو لپاره له شپږو څخه تر اته اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پور ته اړتیا لري او د دې لپاره له ای اېم اېف سره په مذاکراتو بوخت دی.

پاکستان له ۲۰۱۹م کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. تر دې وروسته حکومت له ای اېم اېف سره د درې اربه ډالرو د پور بله موافقه وکړه چې له مخې یې له هغې ادارې اجراییوي ډلې د ۲۰۲۳ کال د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ او ورسره سم یې ورته د پور لومړی قسط، چې ۱.۲ اربه ډالر جوړېده، ورکړ.

ای اېم اېف د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې پاکستان ته د څه باندې ۷۰۵ مېليونه ډالرو پور دويم او د اپرېل په پای کې یې د پور وروستی قسط، چې ۱.۱ اربه ډالر جوړېدل، ورکړ.

XS
SM
MD
LG