د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د افغان تابعیت کارډونو لرونکو د ستنولو پلان نه دی بدل شوی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان اسلام اباد کې اونیزې خبري غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان اسلام اباد کې اونیزې خبري غونډې ته وینا کوي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو لرونکو د ستنولو په اړه د اسلام اباد پلان لا نه دی بدل شوی.

د وزارت ویاند شفقت علي خان د مارچ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې د اونیزې خبري غونډې پر مهال د مشال راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې په پاکستان کې د افغانانو د پاتې کېدو موده نه ده غځول شوې او د پاکستان حکومت یې هېواد ته ستنولو ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان کابل ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د کډوالو د ستنولو تر څنګ پر مختلفو موضوعاتو خبرې وکړې.

د نوموړي تر سفر وروسته داسې راپورونه او ګونګوسې وې چې ښايي په پاکستان کې د اسناد لرونکو افغانانو پاتې کېدو موده وغځول شي ځکه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ورڅخه غوښتي ول چې کډوال دې په تدریجي ډول افغانستان ته ولېږدوي.

خو شفقت علي خان بې له جزییاتو ورکولو وویل چې د محمد صادق خان د سفر پر مهال پر "بېلابېلو وړاندیزونو خبرې" شوې دي او هر کله چې پرېکړه وشي، اعلان به یې کړي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ز کال جنورۍ په پای کې په یو فرمان کې په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې مېشتو افغانانو ته د مارچ تر پایه د هغو ښارونو د پرېښودو امر وکړ.

حکومت وروسته خپل پلان اعلان کړ چې د مارچ تر پایه وروسته به د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو لرونکي افغانستان ته ستنول پیل کړي. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) افغانانو ته ورکړي ول.

په دې لړ کې د پاکستان چارواکو د خیبر ضلعې په لواړګي کې او د طالبانو حکومت له تورخمه اخوا د کډوالو لپاره د لنډمهالي کیمپ جوړولو چارې پیل کړې دي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.

د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شو چې لا هم روان دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او د مهاجرت نړیوال سازمان په تېرو میاشتو کې څو ځلې له راولپېنډۍ او اسلام اباده د افغانانو پر ایستلو او هېواد ته یې پر احتمالي ستنولو اندېښنه ښوولې ده.

هغو ادارو د پاکستان پر پرېکړه انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د افغانانو هېواد ته ستنول یې ژوند له خطر سره مخامخولای شي.

پر دې سربېره د بخښنې نړیوال سازمان په جنورۍ کې د پاکستان له حکومته غوښتي ول چې ټول بندي افغانان دې خوشې کړي او د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د افغانانو پر ډله ییزه ګرفتارۍ اندېښنه ښوولې وه.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. البته د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي.

په هغو کې ګڼ هغه افغانان هم دي چې امریکا، او اروپایي او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په انتظار په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې مېشت دي.

XS
SM
MD
LG