د پاکستان ایین ساتنې غورځنګ کې شاملو سياسي ګوندونو د لوړپوړو چارواکو لخوا د امنيت په اړه غونډه کې له ګډون څخه انکار کړی دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان ایین ساتنې غورځنګ مشر محمود خان اڅکزي د مارچ په ۱۸ مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې د قامي سلامتۍ د پارليماني کمېټې غونډې پر ځای بايد د پارلمان شريکه غونډه راوبلل شي. د هغه په خبره د خراب شوي امنيت په اړه په دې غونډه کې بايد د قامي اسمبلۍ او سېنېټ ټولو غړو ته د ګډون بلنه ورکړل شي. "موږ په بنيادي توګه له دې کبله د دې غونډې د بايکاټ پرېکړه کړې چې د پاکستاني ولس لخوا د منتخب کړل شوو او دغه راز د سېنېټ په ګډون د ټولو سلګونو غړيو شريکه غونډه بايد رابلل شوی وای."
د پاکستان ايين ساتنې غورځنګ غړي تحريک انصاف، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جماعت اسلامي، بلوچستان نېشنل پارټي (مينګل)، سني اتحاد کونسل، مجلس اتحاد المسلمين او ګرېنډ ډيموکرېټيک الاینس دي. تحريک انصاف ويلي چې په خیبر پښتونخوا کې د دوی د حکومت وزيراعلی، علي امين ګنډاپور به د چارواکي په توګه د صوبې په استازيتوب د امنيت په اړه په غونډه کې ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د مخ په زياتېدونکې ترهګرۍ خلاف د تګلارې جوړلو لپاره نن (د مارچ په ۱۸مه) د قامي سلامتۍ د پارلماني کمېټې د بندو دوازو ترشا غونډه د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق په صدارت کې رابلل شوې ده. په هغه غونډه کې د پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف او پوځ مشر جنرال عاصم منير هم ګډون کوي.
په دې وروستيوو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې لوی بریدونه زیات شوي دي. له پاکستانه د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې، بلوچ ليبريشن ارمي (بي اېل اې) وروستئ لویې حملې د مارچ پر ۱۴مه او ۱۶مه وکړې. هغې ډلې تر ۱۰۰ د زیاتو امنيتي ځواکونو او د پاکستان پوځ د ۴۰ په خوا او شا کې د وسله والو د وژلو ادعاوې کړې دي. مشال راډیو په خپلواکه توګه د پوځ او د بلوچ لېبرېش ارمي دعوې او شمېرې نه شي تاییدولی.
د پاکستان لخوا کاالعدم اعلان شوې وسله والې ډلې، بلوچ لیبرېشن ارمي، پر پاکستاني ځواکونو د بریدونو سربیره پر چينايي وګړيو هم حملې کړې دي. هغه ډله د بلوچستان خپلواکي او په وسايلو د بلوڅانو کنټرول غواړي. خو د پاکستان پوځ وايي د وسله والو ډلې ترهګري نه شي زغملی او پر ضد به یې پرېکنده عمليات روان دي.
په وروستيو دریوو کلونو کې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې ده. په اسلام اباد کې د شخړو او امنيت څېړنيزې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې په فرورۍ میاشت کې وسلوالو لږ تر لږه ۷۹ بريدونه کړي وو. په هغو حملو کې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وو.
د راپور ترمخه، په هغو بریدونو کې ۵۵ ولسي وګړي او ۴۷ امنيتي سرتېري وژل شوي دي. په هغو حملو کې د ډېرو ذمه واري بلوڅ بیلتونپالو ډلو او تحريک طالبان پاکستان منلې دي. په همدې حال کې د پاکستان پوځ په بېلابېلو سیمو کې خپلو عمليات ته دوام ورکړی دی. د اسلام اباد مېشته هغې ادارې په راپور کې راغلي چې امنيتي ځواکونو د فرورۍ په میاشت کې ۱۶۶ مشکوک وسله وال وژلي وو.