د اسلام اباد یو عدالت خبریال وحید مراد د دوه ورځنیو پلټنو لپاره وفاقي تحقیقاتي ادارې (اېف ای اې) ته سپارلی دی.
د پاکستان رسنۍ وايي چې د پلټنو وفاقي ادارې کارکوونکو نوموړی د مارچ پر ۲۶مه د اسلام اباد عدالت ته وړاندې کړ.
د انګرېزۍ ژبې ډان نیوز ورځپاڼه وايي چې اېف ای اې پر مراد په مقدمه کې یې پر هغه د برېښنايي جرمونو د مجازاتو قانون (پیکا) له مخې، پر ټولنیزو شبکو د "وېرې خپروونکو موادو" خپرولو تور پورې کړی دی.
د اردو ژبې شخصي جیو نیوز ټېلېوېژن وايي، عدالت د دلیلولو تر اورېدو وروسته نوموړی د دوه ورځنیو پلټنو لپاره اېف ای اې ته وسپاره.
دا اورېدنه تر هغې څو ساعته وروسته شوې چې پاکستانیو رسنیو د مراد د کورنۍ په حواله خبر ورکړ چې نوموړی ځینو کسانو په اسلام اباد کې له خپل کوره "تښتولی" دی.
د مراد کورنۍ د مارچ پر ۲۶مه په اسلام اباد های کورټ کې په دایر کړي درخواست کې د هغه نیول د "جبري بې درکۍ" پېښه بللې وه.
وحید مراد په اسلام اباد کې د اردو نیوز په نوم د رسنۍ خبریال دی.
اردو نیوز پر خپله ووبپاڼه د مراد د خواښې عابدې نواز ویډیويي بیان خپور کړی وو چې پکې نوموړې وايي چې د مارچ پر ۲۶مه شپې شاوخوا دوه بجې "پټ مخي" کسان یې کور ته ورغلل، ور یې وټکاوه او زوم ته یې ځانونه د "پولیسو" په توګه وروپېژندل.
هغه وايي چې هغو کسانو ورته وویل چې د "افغان" وګړو لټون کوي نو ور دې پرانیزي که نه نو "مات به یې کړي."
د نواز په خبره، وحید مراد له دروازې لاندې خپل شناختي کارډ ورکړ او ورته یې وویل چې هغه افغان نه دی.
نوموړې وايي، تر دې وروسته هغو کسانو د کور دروازه ماته کړه، په زور ورداخل شول او هغه یې له ځانه سره یووړ.
عابده نواز زیاتوي چې "په درو ګاډو" کې تر "۱۵" زیات کسان یې کور ته ورغلي ول، د کور د تالاشۍ یا د مراد د نیولو هېڅ قانوني امر یې و نه ښود او هغه یې نامعلوم ځای ته انتقال کړ.
جیو نیوز ټېلېوېژن او ډان ورځپاڼه وايي، وروسته د مراد مور د وکیلانو ایمان زینب مزارۍ او هادي علي چټه په مرسته په اسلام اباد های کورټ کې درخواست دایر کړ او پکې یې د هغه "سمدستي موندلو او خوشې کولو" غوښتنه شوې ده.
اردو نیوز رسنۍ وايي چې په غوښتنلیک کې ادعا شوې چې د مراد کورنۍ د اسلام اباد د "کراچۍ کمپنۍ په تاڼه" کې د نوموړي د "اغوا" مقدمه دایرول غوښتل خو پولیسو یې رپورټ درج نه کړ.
د اسلام اباد انتظامیې او پولیسو لا د هغوی د څرګندونو او پېښې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
اردو نیوز وايي چې وحید مراد پخوا له "نیوز ون" رسنۍ او "اوصاف" ورځپاڼې سره د خبریال په توګه کار کړی دی، د "پاکستان ۲۴" په نوم یوه ووبپاڼه چلوي او پر ټولنیزو شبکو "خورا فعال" دی.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د برېښنايي جرمونو د مجازاتو قانون (پیکا) هغه ترمیمي مسوده لاسلیک کړه چې پارلېمان منظوره کړې وه. د هغه هېواد خبریالانو په قانون کې د ترمیم مخالفت کړی وو او پرضد یې پراخې مظاهرې وکړې. خبریالان وايي چې هغه قانون په پاکستان کې د بیان ازادي لا نوره محدودولای شي.
په ترمیمي قانون کې راغلي چې هر کس چې "قصداً ناسم معلومات" خپروي، "په ډاګه کوي" یا یې انلاین نورو ته "لېږدوي" او د هغو معلوماتو له وجې په ټولنه کې وېره یا ګډوډي پیدا کېږي نو عدالت ورته تر درو کلونو پورې د بند یا دوه مېلیونه روپیو او یا دواړه سزاګانې اورولای شي.
د خبریالانو او د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو د ترمیمي مسودې مخالفت کړی وو. د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې (هیومن رایټس واچ) له اسلام اباده غوښتي ول چې یا دې په پیکا قانون کې اصلاحات وکړي او یا دې یې بالکل ختم کړي.
خو د پاکستان حکومت وايي چې د قانون موخه د بیان ازادیو محدودول یا ختمول نه دي بلکې د "ناسمو معلوماتو" مخه نیول دي.
په پاکستان کې تر دې مخکې هم د خبریالانو او د امنیتي او حکومتي ادارو د تګلارو د منتقدو فعالانو د تښتولو او ګرفتاریو پېښې شوې دي.
د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې پولیسو یو نومیالی خبریال مطیع الله جان هم نیولی وو چې وروسته بیا عدالت په ضمانت خوشې کړ.
مطیع الله جان د پاکستان له نومیالیو خبریالانو یو دی چې اکثر د عدالتي چارو په اړه راپورونه ورکوي او داراز، د هېواد پر امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) او حکومتي تګلارو انتقادونه کوي.
پاکستان په ۲۰۲۴ز کال کې د بې پولې خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) د رسنیو ازادۍ پر پیمانه پر ۱۵۲م مقام یا ځای وو. دا درجه بندي په ۱۸۰ هېوادونو کې د مطبوعاتي ازادۍ وضعیت ارزوي، چې له مخې یې پاکستان د خبریالانو لپاره یو له خطرناکو هېوادونو څخه بلل کېږي.
د خبریالانو د خوندیتوب لپاره کارکوونکي تنظیمونه وایي چې په هغه هېواد کې خبریالان له اوږدې مودې راهیسې له تاوتریخوالي، ګواښونو، او ځورونو سره مخامخ دي چې د هغوی خوندیتوب او د بیان ازادي تر اغېز لاندې راولي.
په پاکستان کې د رسنیو د ازادۍ لپاره کارکوونکی یو ناحکومتي سازمان "فریډم نېټورک" د ۲۰۲۴ز کال د نومبر په پیل کې په خپل وروستي راپور کې ویلي ول چې پر هغه کال په پاکستان کې شپږ خبریالان وژل شوي ول.
فریډیم نېټورک ویلي دي چې په ۲۰۲۴ز کال کې پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو د تشدد شاوخوا ۱۰۴ پېښې ثبت شوي دي چې پکې وژنې، بریدونه، تښتونې، ګواښونه او مقدمې شاملې دي.
خو په پاکستان کې حکومتي چارواکو په وار وار دا ویلي چې په هېواد کې رسنۍ ازادې دي او ټول وګړي د بیان ازادۍ حق لري.
په ۲۰۲۱ز کال کې د پاکستان د هغه وخت حکومت د خبریالانو د خوندیتوب یو قانون جوړ کړ چې له مخې یې حکومت مکلف دی چې د یوه فرد یا ادارې له خوا د یوه خبریال یا د رسنۍ د کوم کارکوونکي د هر ډول ځورونې، تشدد او له هغه څخه د ناوړه ګټه اخیستنې پرضد ګامونه پورته کړي.