عباس عراقچي ويلي چې دواړو خواوو د پولې د امنيت په برخه کې ځينې "نيمګړتياوې" په ګوته کړي خو په عين وخت کې يې "هوډ" ښوولی چې د هغو د پوره کولو او د پولې د امنيت د ښه والي لپاره به "لازمه همکاري" کوي.
عدالت د نومبر پر څلورمه د ضمانت منظورولو ترڅنګ د پوليسو هغه تحقيقاتي افسر اې او پر ضد هم امر کړی دی چې تر اوسه یې د پي ټي اېم د نيول شوو کسانو لومړی راپور یا چلان په عدالت کې نه دی وړاندې کړی.
حکومت د "پي اې ای" ۶۰ سلنه برخې لپاره لږ تر لږه ۸۵ اربه روپۍ ټاکلې وې، خو په بولۍ کې یوازې د "بلو ورلډ سيټي" په نوم یوه شخصي کمپنۍ برخه واخیسته او ۱۰ اربه روپۍ بولي یې وړاندې کړه.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، له دې سره روان کال په خیبر پښتونخوا کې په پولیو د اخته ماشومانو شمېر نهو ته لوړ شو. د دې سربېره سږ کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۲، په سیند کې ۱۲ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
ممتاز زهرا بلوڅې دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په وروستیو کې په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب د سیمه ییزو مطالعاتو په مرکز کې غونډې ته په وینا کې وړاندیز وکړ چې پاکستان دې له ټي ټي پي سره خبرې وکړي.
نور وښیئ