د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې مو د ترکیې د ولسمشر پاکستان ته د سفر د ارزښت او د هغه هېواد له پاکستان، افغانستان او هند سره د تاریخي سیاسي، کلتوري او اقتصادي اړیکو جاج اخیستی دی. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ويلي چې رجب طیب اردغان د فبرورۍ له ۱۲مې څخه تر ۱۴مې پورې د هغه هېواد په سفر دی او له لوړپوړو چارواکو سره د ليدو ترڅنګ به د پاکستان او ترکيې د لوړ کچ د ستراتیژيکې همکارۍ شورا په غونډه کې ګډون کوي. بشپړه خپرونه وګورئ.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۱۷ فبروري هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۱۲ فبروري ۲۰۲۵
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې پر امنیتي ځواکونو زیاتېدونکو حملو ته په پام د بلوڅ وسلوالو ډلو د ځواکمنېدو پر لاملونو بحث شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ ۳۱مې او فبرورۍ لومړۍ ترمینځ شپې مهال په قلات کې وسلوالو ۱۸ امنیتي سرتېرې ووژل. تر دې وروسته د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير بلوچستان ته ولاړ او هلته يې له زخمیانو سره د ليدو پر مهال د وسلوالو د ختمولو هوډ وښود. بشپړه خپرونه وګورئ.