د دې اوونۍ په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې د پاکستان د واکمنو ګوندونو له خوا په اساسي قانون کې د بدلونونو لپاره د اييني پېکېج په نوم د مسوده پارلېمان ته د نه وړاندې کولو پر لاملونو بحث شوی دی. حکومت رسماً دا نه دي ويلي چې پارلېمان ته يې د اییني بدلونونو د وړاندې کولو اراده لرله، البته د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ په قامي اسمبلۍ کې هوډ وښود چې د ټولو ګوندونو د باور تر تر لاسه کولو وروسته به مسوده د پارلېمان دواړو جرګو ته وړاندې کړي. بشپړ بحث وګورئ.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۲۰ سپټمبر هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۱۸ سپټمبر ۲۰۲۴
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د سېپټېمبر اتمې تر جلسې وروسته د هغه ګوند د مشرانو تر نیولو پس وضعیت ته ځانګړې شوې ده. پي ټي ای پر هغه ورځ د خپل رهبر عمران خان د خوشې کولو او امنیت لپاره په اسلام اباد کې مظاهره وکړه. تر هغې وروسته پولیسو د ګوند یوشمېر مخکښ مشران ونیول. د دې له وجې د هغه ګوند او د حکومت او پوځ ترمینځ تعلقات لا خراب شول. بحث وګورئ.