د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند "غیر انساني" او "ناورین زېږوونکی" دی


په کراچۍ کې افغان کډوال خپل هېواد ته د ستنېدو پر مهال بس ته ورخېژي ـ انځور له ارشيفه
په کراچۍ کې افغان کډوال خپل هېواد ته د ستنېدو پر مهال بس ته ورخېژي ـ انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت رییس الوزرا او ځينو نورو چارواکو له افغان کډوالو سره د پاکستانيو چارواکو چلند" غیر اسلامي او غیر انساني" بللی دی.

د اپرېل پر اوومه په کابل کې د طالبانو د ريیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ یوه ځانګړې غونډه کې له ملګرو ملتونو غوښتنه وشوه چې د دغه "بشري ناورین" په مخنیوي او د کډوالو په "باعزته" ستنولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

په دې اړه یوه خبرپاڼه کې، چې د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت خپره کړې، راغلي دي چې دوی په خپلو ټولو موجوده امکاناتو هڅه کوي چې له راستنېدونکو کډوالو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مهاجرت نړیوال سازمان د اپرېل پر اوومه ووويل چې پاکستان یوازې په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۸،۰۰۰ افغان کډوال له خپل هېواده ايستلي دي، خو د طالبانو حکومت بیا د یوې اونۍ په ترڅ کې د شاوخوا ۷،۰۰۰ کډوالو وررسېدل تایید کړي دي.

دا تر هغه وروسته ده چې د بې اسناده او د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډ لرونکو افغانانو ته په خپله خوښه د پاکستان د پرېښودو ضرب الاجل (مهلت) د مارچ پر ۳۱مه پای ته ورسېد او چارواکو د اپرېل له درېيمې څخه افغانستان ته د هغوی د لېږدولو دویم پړاو پیل کړی دی.

تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم پر پاکستان غږ کړی وو چې افغان کډوال دې له هغه هېواده په زور نه باسي او په خپله خوښه دې ورته د ستنېدو موقع ورکړي.

خو د پاکستان وفاقي حکومت وايي، د افغانانو ایستلو ته ژمن دی او دا کار د ملي امنیت په ګټه بولي.

افغانان وايي د کراچۍ پولیس یې ځوروي او رشوت ورڅخه اخلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:40 0:00

په کراچۍ کې مېشت افغانان تور پورې کوي چې پولیس د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار په نوم د مهاجرت کارډ لرونکي هم نیسي، ځوروي یې او رشوت ورڅخه اخلي. دوی وايي، د نیول کېدو له وېرې ډېری افغانان له کډوالو کیمپه بهر نه وځي او کار ته نه ځي.

د کراچۍ پولیس د هغوی تور ردوي او یوازې بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکي نیسي او هېواد ته یې لېږدوي.

بلخوا د خیبر چارواکو په لنډي کوتل کې د ستنېدونکو افغانانو د نوملیکنې او ثبتولو لپاره یو لنډمهالی کیمپ جوړ کړی دی. د پاکستان له مختلفو برخو ایستل شوي افغانان لومړی هغه کیمپ ته وړل کېږي او د رسمي چارو تر بشپړېدو وروسته له هغه ځایه د تورخم له لارې هېواد ته لېږدول کېږي.

له اسلام اباده پېښور ته لېږدول شوي یو افغان کډوال عبدالکریم خان د اپرېل پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، په اسلام اباد کې ورته د کور مالک د کور پرېښودو امر وکړ او چارواکو یې یو زوی وار له مخه افغانستان ته لېږدولی دی.

د ده په خبره، چارواکو ورباندې "اختر خراب کړ" او له اسلام اباده یې وایست.

عبدالکریم خان دعوه کوي چې د پولیسو او پوځ په ګډون د "څلورو حکومتي ادارو" کارکوونکي د افغانانو کورونو ته ورځي او ورته د هېواد پرېښودو امر کوي او که څوک نه ځي نو "د زنانه وو (ښځو) بې عزتي هم" کوي.

ده پر ۱۹۷۸ز کال په افغانستان کې د ثور انقلاب ته په اشاره زیاته کړه چې په پاکستان کې پر مېشتو افغانانو "نوی انقلاب راغلی دی. له یو انقلابه راغلو او په بل انقلاب واوښتو."

د پاکستان چارواکي له افغانانو سره د ناسم چلند تورونه ردوي او حکومت وايي چې ټول کډوال په "پوره درناوي" ستنول کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري.

هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.

بلخوا هلته څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت کارډونه (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) هم لري.

اسلام اباد وايي چې د مهاجرت کارډ لرونکي افغان کډوال د ۲۰۲۵ز کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني جواز لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې، د مهاجرت نړیوال سازمان، د بشري حقونو کمېشن او د بخښنې نړيوال سازمان په ګډون د حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو مشرانو په تېرو میاشتو کې څو ځلې د افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې او له حکومته یې غوښتي دي چې افغانان دې په زور نه ستنوي.

پاکستان د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.

د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شو.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG