د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په پاکستان کې د مذهب سپکاوي په نوم ماورای عدالتي وژنو ته په پام په هغه هېواد کې پر زیاتېدونکې سختدريځۍ او په ټولنه کې د کمېدونکې زغم پر لاملونو بحث شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په سيند او کوټه کې دوه کسان د مذهب سپکاوي په تور ووژل شول چې تر دې وروسته بیا پر هغې موضوع بحثونه زیات شوي دي. خپرونه وګورئ.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۱ اکتوبر هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۴
د دې اوونۍ په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې د پاکستان د واکمنو ګوندونو له خوا په اساسي قانون کې د بدلونونو لپاره د اييني پېکېج په نوم د مسوده پارلېمان ته د نه وړاندې کولو پر لاملونو بحث شوی دی. حکومت رسماً دا نه دي ويلي چې پارلېمان ته يې د اییني بدلونونو د وړاندې کولو اراده لرله، البته د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ په قامي اسمبلۍ کې هوډ وښود چې د ټولو ګوندونو د باور تر تر لاسه کولو وروسته به مسوده د پارلېمان دواړو جرګو ته وړاندې کړي. بشپړ بحث وګورئ.