د پاکستان واکمنو ګوندونو په ایین کې د بدلونونو مسوده ولې "پټه" وساتله؟
د دې اوونۍ په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې د پاکستان د واکمنو ګوندونو له خوا په اساسي قانون کې د بدلونونو لپاره د اييني پېکېج په نوم د مسوده پارلېمان ته د نه وړاندې کولو پر لاملونو بحث شوی دی. حکومت رسماً دا نه دي ويلي چې پارلېمان ته يې د اییني بدلونونو د وړاندې کولو اراده لرله، البته د قانون وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ په قامي اسمبلۍ کې هوډ وښود چې د ټولو ګوندونو د باور تر تر لاسه کولو وروسته به مسوده د پارلېمان دواړو جرګو ته وړاندې کړي. بشپړ بحث وګورئ.