د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو په پاکستان کې د تحریک لبیک ډلې د پلویانو قهرجنو مظاهرو، تاوتریخوالي او حکومتي غبرګون موضوع څېړلې. د اپرېل پر ۱۴مه، حکومت پر دې ډلې د بندیز لګولو پرېکړه اعلان کړه او د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وویل چې پر دې موضوع کابینې ته لیک استوي. حکومت دا اعلان تر هغه وروسته وکړ چې د تحریک لبیک ډلې پلویانو د مارچ پر ۱۲مه د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې مظاهرې پیل کړې او لویې لارې یې وتړلې. پر دې مهال د پولیسو او د مظاهره چیانو د اخ و ډب پېښې هم وشوې. د دې بحث ګډونوال د پېښور پوهنتون د سیاسیاتو څانګې استاد او څېړونکی پوهاند ډاکتر عبدالروف، خبریال او شنونکی محمود جان بابر او د مشال راډیو همکار طاهر خان دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۱۶ اپرېل هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۱۴ اپرېل ۲۰۲۱
عوامي نېشنل ګوند د تحریک انصاف حکومت پر ضد جوړ شوي اتحاد، پاکستان جمهوري تحريک څخه ووت. تر دې وړاندې پي ډي ايم په سینيټ کې د اپوزيشن مشر ټاکنې پر سر دغه ګوند او د اتحاد بل غړي پيپلز پارټۍ ته شوکاز نوټس ورکړی وو. د دې ګوندونو وتل به پر دې تحريک څه اغېز ولري؟ په اړه د مشال تر رڼا لاندې بحث واورئ.