پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د هند په پلازمېنه نوي دلي کې ګرد او غبار د هوا کیفیت زښت خراب کړی دی او ورسره د یخنۍ څپه راغلې. ښار ته له نورو ایالتونو ورغلي مزدوران وايي، د ناروغیو له وجې خپلو پلرنیو سیمو ته ستنېږي. تفصیل د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
په وروستیو ورځو کې ګڼو سیلانیانو د هند تر واک لاندې کشمیر ته مخه کړې چې هلته له واورین موسمه خوند واخلي. په همدې حال کې د سخت یخ څپې له وجې د هند په شمالي او مرکزي برخو کې د اورګاډو، بسونو او نورو ګاډو تګ راتګ له ځنډ سره مخامخ شوی دی. تفصیل د رویټرز اژانس له ویډيو په جوړ رپورټ کې.
د راولپېنډۍ مري بروري کارخانه په ۱۸۶۰ز کال کې د هند پر نیمه وچه د برېتانیا د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې وه.
د جبهې ویاند علي میثم نظري طالبان د هغوی د وژنې په پلان جوړونه تورن کړي خو د طالبانو حکومت لا پر دې موضوع تبصره نه ده کړې.
په کراچۍ کې سلګونه مسیحیانو (عیسویانو) د کرېسمېس په مناسبت لاریون کړی دی. د ډېسېمبر ۲۱مې لاریون ګډونوال وايي، موخه یې د سولې پیغام ورکول دي. د ۲۰۲۳ز کال د سرشمېرنې له مخې په پاکستان کې ټول ۲۴۲ مېلیونه وګړي اوسي چې ورڅخه یې ۱.۳ سلنه مسیحیان دي. په دې اړه د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
اعلامیه وايي، د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسېف) او د ملګرو ملتونو د نفوس یا ابادۍ چارو ادارې کنټینرونه به په پړاوونو کې افغانستان ته لېږدول کېږي.
د ملګرو ملتونو هغه ادارې وايي، په نیولیو او بندي شویو کې یې "۷۶ سلنه افغان تابعیت کارډ لرونکي او بې اسناده" وګړي او پاتې یې د یو اېن اېچ سي ار د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډ لرونکي ول.
قاضي شاه ولسمشر ته په خپل استعفالیک کې هغه بدلون د هېواد پر "اساسي قانون جدي برید" بللی چې "د پاکستان ستره محکمه له منځه وړي، قضایه قوه د اجراییې تر واک لاندې کوي" او په ایین کې د "ولسواکي (جمهوریت) پر زړه ګوزار" کوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر نهمه په استنبول کې له طالب استازو سره د مذاکراتو په اړه په یو اوږد بیان کې د طالبانو حکومت د هغو خبرو په ناکامولو ملامت کړی او ورباندې یې د "ترهګرۍ" پر وړاندې د مبارزې مسلې ته د پام نه کولو او د خپلو نړیوالو ژمنتیاوو نه پوره کولو تورونه هم پورې کړي دي.
سازمان وايي، د ۲۰۲۴ز کال له نومبر څخه د ۲۰۲۵ز کال تر سېپټېمبر پورې په پاکستان کې پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو حملې او پر وړاندې یې سرغړونې "خورا زیاتې" شوې دي.
بیان وايي، د طالبانو حکومت "د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان د هوايي حریم نقض او ډېورنډ کرښې ته څېرمه پر ولسي وگړو بمباري په کلکو ټکو غندي" او دا د هېواد د "ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکی عمل گڼي."
اداره وايي، په مرستندویه توکو کې زرګونه خیمې، توشکونه، بالښتونه، کمپلې، پشه خانې (مچردانۍ)، د اوبو پمپونه، د لمرینې برېښنا څراغونه، د ګیس سیلېنډرونه او د صفایۍ سامانونو په ګډون نور شیان شامل دي.
ګنډه پور له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې له ځپل شویو سره مالي مرسته کوي او د چا چې کورونه ړنګ شوي دي نو حکومت به ورته کورونه جوړوي.
د سازمان د جنوبي اسیا چارو څانګې د اګست پر ۱۳مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې لیکلي چې نوموړي له یو کال راهیسې بې له "عادلانه مقدمې چلولو ناحقه" زنداني دی او "یوازې د دې لپاره چې بند یې اوږد شي" پر وړاندې یې "یوشمېر بې ځایه قضیې ثبت" شوې دي.
د بنسټ مشر ډاکتر لال کاکړ مشال راډیو ته وویل، هر کال "د اګست اتمې د شهیدانو" تلین په خورا درناوي لمانځي. د پاکستان د وکیلانو ټولنې غړي منیر کاکړ مشال راډیو ته وویل، هغه ځانمرګي برید په صوبه کې د وکالت څانګې ته لوی زیان ورساوه.
رپورټ وايي چې سیاستوالانو او د بلوڅانو یووالي (یکجهتي) کمېټۍ ویلي دي چې په هغه صوبه کې زرګونه کسان بې درکه دي چې د زیاترو د مړ، ژوندي هېڅ پته نه لګي. هغه کمېټي د ورکو بلوڅانو د موندلو او د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره مبارزه کوي.
د چین په تیانجون سیمه کې ځايي خلکو د غژګاو (یاک) د شیدو لوشلو نړیوال رېکارډ جوړ کړی دی.
ټرمپ د یوې قانوني مسودې تر لاسلیکولو وروسته خبري غونډې ته د وینا پر مهال د افغانانو د برخلیک په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، پوهېږي چې په هغوی کې "ډېری ښه کسان دي" او پکې داسې هم شته چې "ښايي ډېر ښه نه وي" خو ټینګار یې وکړ چې واشنګټن به هغو ته پام کوي چې د امریکا لپاره یې "کار کړی" دی.
د کډوالو او ورستنېدونکو د چارواکو په خبره، له کورنیو او نړیوالو ادارو سره د "۱۲۵ تفاهملیکونو" په لاسلیکولو د کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو لپاره "څه باندې ۷۸ مېلیونه ډالره مرسته" جذب کړې.
نور وښیئ