![](https://gdb.rferl.org/6e63cada-1aa0-4f44-8205-ab9fca65a79e_w250_r1_s.jpg)
د پاکستان او افغانستان پوځي چارواکيو د سېشنبې په ورځ ټيلي فوني تماس نيولی او د ډېورنډ کرښې د دواړه غاړو پر امنيتي وضعيت يې خبرې کړي.
بل خوا د افغانستان په اړه د روس په کوربه توب د اپريل په نيمايي کې په مسکو کې غونډه کېږي او کابل د ټېټې کچې چارواکيو ورلېږولو پرېکړه کړې ده.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د اسلام اباد او کابل پر تعلقاتو خبرې شوي. د پاکستان پخوانی سفارتکار اياز وزير او په کابل کې د سولې او شخړو مطالعاتي مرکز څېړونکي حکمت الله اعظمي د بحث ميلمانه دي.