د پاکستان حکومت هلې ځلې پيل کړي چې پر ټولنيزو رسنيو محدوديتونه ولګوي. په دې لړ کې يې د ځينې ويب پاڼي تړلې اود فيسبوک له چارواکيو سره يې هم تماس نيولی دی. پر ټولنيزو رسنيو د بنديز يا محدوديتونو لګولو ګټې او تاوانونه څه دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تررڼا لاندې بحث کې د عبدالولي خان پوهنتون جرنلزم څانګې استاد ضياوالله همدرد او ليکوال ظفزالله خان سره څېړل شوې دي.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۱ اپرېل هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۲۹ مارچ ۲۰۱۷
د پاکستان قامي اسبملۍ د سېشنبې په ورځ د پوځي عدالتونو بيا جوړولو قانون منظور کړ خو په سېنټ کې د غړيو د کموالي له وجې پر قانون رايې اچونه تر بلي اوونی پورې و ځنډول شوه. پر پوځي عدالتونو د بشري حقونو سازمانونه نيوکي کوي خو حکومت دریځ لري چې په هېواد کې د روانې ترهګرۍ د مخنيوي لپاره پوځی عدالتونو جوړول اړين دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې هم دا موضوع د پوځ پخواني چارواکي برېګيډیر سيد نذير، پخوانی ډپلوماټ اياز وزیر، د سپريم کورټ وتلي وکيل قاضي انور او د پاکستان هيومن رايټس کمېشن يو مشر کامران عارف سره څېړل شوې ده.