د پاکستان قامي اسبملۍ د سېشنبې په ورځ د پوځي عدالتونو بيا جوړولو قانون منظور کړ خو په سېنټ کې د غړيو د کموالي له وجې پر قانون رايې اچونه تر بلي اوونی پورې و ځنډول شوه. پر پوځي عدالتونو د بشري حقونو سازمانونه نيوکي کوي خو حکومت دریځ لري چې په هېواد کې د روانې ترهګرۍ د مخنيوي لپاره پوځی عدالتونو جوړول اړين دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې هم دا موضوع د پوځ پخواني چارواکي برېګيډیر سيد نذير، پخوانی ډپلوماټ اياز وزیر، د سپريم کورټ وتلي وکيل قاضي انور او د پاکستان هيومن رايټس کمېشن يو مشر کامران عارف سره څېړل شوې ده.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۲۷ مارچ هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۲۲ مارچ ۲۰۱۷
د قبایلي سیمو میرمنو غوښتنه کړې ده چې د فاټا په اصلاحاتو کې دې د ښځو حقونه خوندي کړل شي او د هغوي د پرمختیا، تعلیم او روغتیا د ستونزو هوارولو لپاره دې عملي ګامونه پورته کړل شي. د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې پر دغه موضوع بحث کوو. کوربه شاهین بونیری دی.