اڅکزي د اپرېل پر درېیمه د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه پښين کې د خپل ګوند تر انتظام لاندې د زرګونو کسانو يوې غونډې ته په وينا کې وويل چې هغه د سردار اختر جان مېنګل په مشرۍ د بلوچستان نيشنل ګوند د هغه پرلت ملاتړ کوي چې د بلوڅو فعالانو د نيولو پرضد په مستونګ کې روان دی.