پولیس وايي، د بلوچستان په مستونګ کې نن (د مارچ پر ۲۹مه) د بلوچستان نيشنل ګوند لاریون ته نږدې ځانمرګی برید شوی دی.
پولیسو او ځايي کسانو رسنیو ته ویلي چې د مستونګ لک پاس سیمې ته نږدې د لاریون پر امنیت ساتلو ګمارل شویو رضاکارو له یو مشکوک کس څخه د تلاشۍ اخیستو هڅه وکړه خو هغه چاودنه وکړه.
که څه هم د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې ځاني زیان نه دی رسېدلی خو د بلوچستان نیشنل ګوند مخکښ ثناالله بلوڅ مشال راډیو ته وویل چې د لاریون دوه تنه برسېرن ټپي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان نیشنل ګوند د مشر سردار اختر مېنګل په مشرۍ د مارچ پر ۲۸مه له ووډ څخه پیل شوی لاریون د کوټې پر لور روان دی.
دوی غوښتنه کوي چې د بلوڅ یکجهتي کمیټۍ مشره ډاکټر ماهرنګ بلوڅه، سیمی دین بلوڅه او نورو نیول شوو کسان دې خوشي کړل شي.
سردار اختر مېنګل بېګا (د مارچ پر ۲۸مه) د لاریون ګډون والو ته په وینا کې تور پورې کړ چې حکومت ورته ټولې لارې تړلې دي او ډزې یې پرې کړې دي. ده وویل چې دا رویه به دوی له خپلو غوښتنو پر شا نه کړي.
بلخوا د بلوچستان حکومت تر اوسه د اختر مېنګل د څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي، خو د مارچ پر ۲۸مه د صوبايي حکومت ویاند، شاهد رند په خبري غونډه کې وویل چې د بلوچستان د امنیتي حالاتو د خرابېدو له امله حکومت د قانون ۱۴۴مه دفعه عملي کړې ده.